کابل (پژواک) – د غور د پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ اوسېدونکو په ۵۲۰ زره افغانیو شخصي لګښت د «کجيجوی» د هلکانو لېسې لپاره نوې ودانۍ جوړه کړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د غور د پوهنې ریاست د رسنیو دفتر مسوول ذبیحالله وفا وایي چې دغه ودانۍ یو پوړ لري او اته درسي خونې پکې جوړې شوې دي.
د هغه په خبره، د غور د پوهنې رییس د دغې ودانۍ د پرانیستې پر مهال د سیمې د خلکو له همکارۍ مننه کړې او د جوړې شوې ودانۍ پر ساتنې یې ټینګار کړی.
د دغه ښوونځي زدهکوونکي هم د خپلو کورنیو او د پوهنې ریاست د مسوولینو د ملاتړ ستاینه کوي او وایي چې د نوې ودانۍ په جوړېدو سره له هغو ستونزو خلاص شول چې پخوا ورسره د اوړي په ګرمۍ کې تر خېمو لاندې د زدهکړو پر مهال مخ وو.
د دغه ښوونځي یوه زدهکوونکي حسن وویل: «پخوا مو د اوړي په ګرمۍ کې تر خېمو لاندې درسونه ویل او له ډېرو ستونزو سره مخ وو، خو اوس د دغې ودانۍ په جوړېدو سره زموږ د زدهکړو لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي. له هغو کورنیو او د پوهنې له مسوولینو مننه کوو چې د دغه ښوونځي په جوړولو کې یې همکاري کړې ده.»
د غور د لعل او سرجنګل ولسوالۍ د اوسېدونکو له لوري دغه ښوونځی په داسې حال کې جوړ شوی چې دوې ورځې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په ۵۸۱ زره امریکایي ډالرو لګښت د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې دوه معیاري ښوونځي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.










