غزنيښار (پژواک) – د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د سیمې د اوسېدونکو او بهرمېشتو افغانانو په مالي ملاتړ د «چهلباغتوی پشي» ښوونځي ته درېپوړیزه ودانۍ جوړه او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوه.
د غزني د پوهنې رییس مولوي میر نصیراحمد حسيني په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د دغه ښوونځي د ودانۍ په جوړولو کې د سیمې د اوسېدونکو او بهرمېشتو افغانانو هڅې او مالي ملاتړ وستایه او ویې ویل چې د پوهنې وده او زدهکوونکو ته د مناسب ښوونیز چاپېریال برابرول د ټولنې ګډ مسوولیت دی.
نوموړي د پوهنې برخه کې د ولسي همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ او د دې ډول پروژو پلي کول یې د ښوونیز نظام د پیاوړتیا لپاره مهم وبلل.
په یادو مراسمو کې د اقتصاد وزارت د اقتصادي چارو معین ډاکټر عبداللطیف نظري وویل چې په هېواد کې د امنیت د ټینګښت له امله د بېلابېلو پرمختیايي پروژو پلي کېدو زمینه برابره شوې ده.
هغه د هېواد اقتصادي وضعیت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې د نړۍوالو محدودیتونو او تحریمونو له شتون سره سره، افغانۍ د پام وړ ثبات ساتلی دی.
نظري زیاته کړه چې په هېواد کې د قوشتېپې کانال، واخان دهلېز، ټاپي، کاسا-۱۰۰۰، لاجوردو لار، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ او افغان ټرانس په څېر سترې پروژې روانې دي چې د ده په وینا، د افغانستان او سیمې پر اقتصادي وضعیت به مثبت اغېز ولري.
نوموړي د پوهنې برخه کې د خلکو د زیاتېدونکې پاملرنې ستاینه هم وکړه او د هېوادوالو ترمنځ یې د یووالي او همغږۍ پر ساتلو ټینګار وکړ.
بلخوا، د یاد ښوونځي مدیر محمدشریف بابایي وویل چې دغه ښوونځی د هلکانو لپاره جوړ شوی او اوسمهال شاوخوا ۶۰۰ زدهکوونکي لري، خو د ظرفیت له مخې کولای شي د سیمې د شاوخوا درې زره زدهکوونکو ښوونیزې اړتیاوې پوره کړي.
د هغه په وینا، دغه ښوونځی ۲۷ درسي خونې، درې اداري خونې، کتابتون، کمپیوټر لابراتوار، مجهز ساینسي لابراتوار، د غونډو تالار، د څښاک پاکې اوبه او د برېښنا منظم سیسټم لري.
د یادې پروژې یوه انجنیر او مالي مسؤول وویل چې د ښوونځي د جوړولو ټول لګښت د سیمې د اوسېدونکو او بهرمېشتو افغانانو له خوا برابر شوی او شاوخوا ۸۰۰ کسانو په دې برخه کې مالي مرسته کړې ده.
هغه زیاته کړه چې د ښوونځي جوړولو چارې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت په درېیو کلونو کې بشپړې شوې او ودانۍ یې د لوړ کیفیت او معیاري ښوونیزو اړتیاوو په پام کې نیولو سره جوړه شوې ده.
په همدې حال کې، د سیمې یوه قومي مشر عليبازار رحماني د ښوونځي له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې دغه ودانۍ به د سیمې ماشومانو ته د زدهکړو په برخه کې مهمې اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه د سیمې د خلکو او بهر مېشتو هېوادوالو د همکارۍ ستاینه وکړه او د ښوونځي جوړېدل یې د راتلونکو نسلونو لپاره یوه ارزښتناکه پانګونه وبلله.
دغه راز، د یاد ښوونځي یوه زدهکوونکي ضیاءالله هم د نوې ودانۍ له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې له دې وروسته به وکولای شي په یوه پراخ او مناسب ښوونیز چاپېریال کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
د یادونې ده، د دغه ښوونځي له جوړېدو سره به د چهلباغتوی پشي او شاوخوا سیمو سلګونو زدهکوونکو ته د زدهکړو مناسبې اسانتیاوې برابرې شي.
له دې وړاندې هم د غزني د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکو په خپلو شخصي لګښتونو د ماشومانو لپاره د ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو په موخه په بېلابېلو سیمو کې ښوونځي جوړ کړي دي.










