خوست (پژواک) – د خوست سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د څه باندې ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د شپږو پلونو د ترمیم او تحکیمکارۍ چارې پیل شوې.
د خوست ولایت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروژې د ټولګټو وزارت په مالي ملاتړ او د خوست د ټولګټو چارو ریاست تر څارنې لاندې د ذکوخېلو، بدیخېلو، میداني، سیګۍ، کوچانو او باک سیمو کې پلې کېږي.
سرچینې لیکلي، د یادو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د خوست والي مولوي عبدالرحمن حقاني ویلي چې سړکونه او پلونه د خلکو په ورځني ژوند کې مهم رول لري او د دغو بنسټیزو پروژو پلي کول د خلکو د ستونزو هواري لپاره اړین دي.
نوموړي زیاته کړې: «زه خوست ته د خلکو د خدمت په موخه رالېږل شوی یم او هڅه کوم چې ټولې هغه عامه پروژې چې خلک ورته اړتیا لري، زما د مسوولیت په ساحه کې عملي شي.»
هغه دغهراز له سیمهییزو اوسېدونکو غوښتي چې د پراختیایي پروژو د ښه پلي کېدو په برخه کې له اړوندو مسوولینو سره همکاري وکړي.
بلخوا، د سیمې یوه قومي مشر احمدشاه خان د دغو پروژو د پیل هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د یادو پلونو خراب وضعیت له اوږدې مودې راهیسې د خلکو د تګ راتګ پر وړاندې ستونزې جوړې کړې وې.
نوموړي هیله څرګنده کړې چې د دغو پلونو په ترمیم سره به د سیمې د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي.
د خوست ولایت مقام د معلوماتو له مخې، د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د اړوندو سیمو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې راکمې او د خوندي تګ راتګ او ترانسپورټي اسانتیاوو زمینه به برابره شي.










