منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۷ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

کابل کې په لومړي ځل د پنجشېر د زمردو د پلور داوطلبي ترسره شوه

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک) – کابل کې د افغانستان نړۍوال نندارتون په چوکاټ کې د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو راجلبولو او د هېواد کاني محصولاتو ته د بازارموندنې په موخه د پنجشېر ولایت د زمردو د پلور لومړنۍ داوطلبي ترسره شوه.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دغه داوطلبي د ۱۴۰۵ کال د لړم مياشتې په ۷مه د افغانستان نړۍوال نندارتون په مرکز کې د یاد وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو معین شیخ‌الحدیث عبدالرحمن قانت، د مالي او اداري چارو معین مولوي محمداسحاق صاحب‌زاده، د دغه وزارت د ویاند مفتي همایون افغان، یو شمېر رییسانو، پانګه‌والو او داوطلبانو په ګډون ترسره شوه.

د یاد وزارت ویاند مفتي همایون افغان ویلي، تر دې وړاندې د پنجشېر زمرد د دغه ولایت په مقام کې د اړوند پلاوي په حضور کې پلورل کېدل، خو دا لومړی ځل دی چې د زمردو د پلور داوطلبۍ بهیر په کابل کې د افغانستان د نړۍوال نندارتون په یوه لویه غونډه کې ترسره کېږي.

هغه زیاته کړې چې د دې داوطلبۍ ترسره کېدل د پنجشېر د کانونو د ظرفیتونو د معرفي کولو، د کانونو د محصولاتو د عرضه‌کوونکو او پانګه‌والو ترمنځ د مستقیم تعامل او د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره مهم ګام دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې داوطلبۍ کې زمرد د کیفیت، روڼتیا او کریسټالي جوړښت له مخې وارزول شول او داوطلبانو ته وړاندې شول.

د داوطلبۍ په پایله کې حاجي صبور د درې سوه زره افغانیو په بدل کې د ۲۰۰ قیراطه زمردو، حاجي لطیف د درې میلیونه او پنځه سوه زره افغانیو په بدل کې د ۱۰۰ قیراطه زمردو، ذبیح قره‌باغ د دوو میلیونو او ۳۵ زره افغانیو په بدل کې د ۷۱۸ قیراطه زمردو او د درې میلیونه او ۲۵۰ زره افغانیو په بدل کې د ۱۸۴۰ قیراطه زمردو ګټونکي اعلان شوي دي.

همدارنګه حاجي دادالرحمن د یو میلیون او ۵۳۲ زره افغانیو په بدل کې د ۱۰۳۳ قیراطه زمردو او حاجي زبیر د پنځو میلیونو او ۳۱۰ زره افغانیو په بدل کې د ۲۵۰۴ قیراطه زمردو ګټونکي شوي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، د دې داوطلبۍ ترسره کېدل د پنجشېر د زمردو د پلور ترڅنګ د هېواد د معدني سرچینو د ظرفیتونو په معرفي کولو، د کانونو د محصولاتو په بازارموندنه او په دې برخه کې د پانګونې په هڅولو کې هم مرسته کوي.