منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۸ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی

یو‌اېن‌ډي‌پي: افغانستان د څه باندې ۲۲۰ ګیګاواټه لمریزې برېښنا د تولید ظرفیت لري

· ۱ دقیقه لوستل

کابل (پژواک) – د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام وایي، افغانستان د خپلې اړتیا وړ څه باندې ۸۰ سلنه برېښنا له نورو هېوادونو واردوي او هر کال پرې له ۲۸۰ میلیون ډالرو ډېر لګښت کوي؛ په داسې حال کې چې دغه هېواد د څه باندې ۲۲۰ ګیګاواټه لمریزې برېښنا د تولید ظرفیت لري.

یاد بنسټ د «افغانستان د انرژۍ اوونۍ» په مناسبت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې افغانستان د لمریزې انرژۍ د تولید پراخ ظرفیت لرلو سربېره، لا هم د خپلې اړتیا وړ څه باندې ۸۰ سلنه برېښنا د تامین لپاره پر وارداتو متکي دی.

یو‌اېن‌ډي‌پي زیاته کړې چې افغانستان د څه باندې ۲۲۰ ګیګاواټه لمریزې برېښنا د تولید ظرفیت لري، خو د دغه هېواد د خلکو لویه برخه لا هم دوامدارې او باوري برېښنا ته لاسرسی نه لري.

یاد بنسټ د روان میلادي کال د نومبر په نهمه او لسمه د «افغانستان د انرژۍ اوونۍ» جوړېدو ته په اشارې، په ټول هېواد کې پاکې، دوامدارې او باوري انرژۍ ته د خلکو د لاسرسي پراخولو لپاره د همکاریو او مشارکتونو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام دغه راز ویلي چې د مشارکتونو پیاوړتیا د افغانستان د لمریزې انرژۍ له ظرفیتونو څخه په ګټې اخیستنې او برېښنا ته د خلکو د لاسرسي په زیاتولو کې مهم رول لوبولای شي.