منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۷ غ.م
۱۴°صاف · ↑۱۶° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

اندونیزیا کې یوه کارخونه کې اورلګېدنه؛ د قربانیانو سوځېدلو جسدونو پاتې‌شوني په ۲۴ بوجیو کې راټول شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې
Indonesia factory fire
REUTERS

کابل (پژواک) – د اندونیزیا چارواکي وايي چې د دغه هېواد په بانټن ولایت کې د خوږو جوړولو یوه کارخونه کې د اورلګېدنې له امله د قربانیانو د سوځېدلو جسدونو پاتې‌شوني په ۲۴ بوجیو کې راټول شوي، خو لا هم د مړه شوو کسانو وروستی شمېر نه دی معلوم.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، دغه اورلګېدنه د شنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) مازدیګر شاوخوا پنځه بجې د بانټن ولایت په سرانګ ولسوالۍ کې د «پي‌ټي فونوسا اګونګ مولیا» شرکت د خوږو جوړولو یوه کارخونه کې رامنځته شوې او د فابریکې د درې پوړیزې ودانۍ پراخه برخې یې نیولې وې.

د اندونیزیا د لټون او ژغورنې ملي ادارې ویلي چې د جسدونو راټول شوي پاتې‌شوني او د بدن غړي د عدلي معایناتو او هویت‌پېژندنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي. د قربانیانو د جسدونو د وضعیت له امله د هغوی هویت نه شي معلومېدای.

د چارواکو په وینا، د اورلګېدنې پر مهال د فابریکې په زیانمنه شوې برخه کې ۶۳ کسان موجود وو چې له ډلې یې ۲۹ کسان ژغورل شوي دي. په دغو کسانو کې پنځه ټپیان شوي او په روغتون کې بستر دي، خو ۳۴ نور کارکوونکي لا هم ورک دي.

چارواکو د نادرکه کسانو له کورنیو غوښتي چې د قربانیانو د هویت پېژندنې لپاره د ډي‌اېن‌اې نمونې او اړین معلومات له مسوولینو سره شریک کړي.

په همدې حال کې، د اور وژنې او ژغورنې ډلو د اورلګېدنې د ډېرو برخو تر مهارولو وروسته، د فابریکې په بېلابېلو برخو کې د اور د بشپړ سړولو او لټون عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د دې اورلګېدنې لامل تر اوسه نه دی معلوم شوی، خو یو شمېر ژغورل شوو کارکوونکو ویلي چې اور د ودانۍ په درېیم پوړ کې د سړولو له یوې دستګاه څخه پیل شوی و.