کابل (پژواک) – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د دغه هېواد د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېفبيای) د یوه مهم معلوماتي مرکز احتمالي هککېدل ښايي د ده په وینا، د «روسیې دسیسې» په اړه نور معلومات په ډاګه کړي.
د اکسیوس خبري وېبپاڼې د راپور له مخې، ټرمپ د شنبې په سهار له فاکسنیوز سره په مرکه کې د اېفبيای د معلوماتي مرکز د هککېدو په اړه د راپورونو په غبرګون کې ویلي: «موږ تازه په دې اړه خبر شوي یو… دا ښه خبره نه ده.»
هغه زیاته کړې چې ښايي له دې پېښې داسې معلومات ترلاسه شي چې که دا پېښه نه وای شوې، دوی به هېڅکله ترې نه وای خبر شوي.
ټرمپ همدارنګه د ۲۰۱۶ کال د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه د روسیې د لاسوهنې او د هغه له ټاکنیز کمپاین سره د مسکو د احتمالي اړیکو په اړه د تحقیقاتو یادونه کړې او دغه تحقیقات یې «د روسیې دسیسه» بللې ده. هغه ویلي چې ښايي د اېفبيای د معلوماتي مرکز د هک کېدو له لارې د دغو تحقیقاتو، د اوکراین او د امریکا په ټاکنو کې د ادعا شویو درغلیو په اړه نوي معلومات ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې سياېناېن او اېنبيسي ټلوېزیونونو د جمعې په شپه راپور ورکړی چې اېفبيای د دغه ادارې د «ملي جرمونو او معلوماتو مرکز» (NCIC) ته د احتمالي غیرمجاز لاسرسي په اړه څېړنې کوي.
د اکسیوس د راپور له مخې، تر اوسه څرګنده نه ده چې چا د اېفبيای دغه معلوماتي مرکز ته لاسرسی موندلی او ترلاسه شوي معلومات به د څه لپاره وکارول شي.
د ټرمپ دغه څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې کېږي چې نوموړي په اسیا کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین او د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره په یوه غونډه کې ګډون کړی و. هغه د دغې غونډې په څنډه کې پوتین خپل «ملګری» بللی و.










