کابل (پژواک) – په نړیوال بازار کې د سرو زرو بیه په چټکۍ راټیټه شوې او د هر اونس بیه شاوخوا ۳۶۰۷ ډالرو ته رسېدلې ده؛ رویټرز وایي، دا د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له لومړیو راهیسې تر ټولو ټیټه کچه ده.
رویټرز خبري اژانس نن راپور ورکړی چې په نړیوال بازار کې د هر اونس نقدي سرو زرو بیه ۰،۴ سلنه راټیټه شوې او ۳۶۰۷،۴۷ ډالرو ته رسېدلې ده.
د راپور له مخې، د امریکا په کامېکس (COMEX) بازار کې د روان کال د ډسمبر میاشتې لپاره د سرو زرو د قراردادونو بیه هم ۲،۱ سلنه کمه شوې او د هر اونس بیه ۳۶۰۸،۶۰ ډالرو ته رسېدلې ده.
رویټرز لیکلي چې د روانې اوونۍ له پیل راهیسې د سرو زرو بیه شاوخوا اووه سلنه راټیټه شوې او که دغه وضعیت دوام وکړي، دا به د مارچ میاشتې راهیسې د سرو زرو تر ټولو لوی اوونیز کمښت وي.
د راپور له مخې، د سرو زرو د بیې د کمېدو مهم لاملونه د امریکایي ډالر پیاوړتیا او دا تمې دي چې د امریکا مرکزي بانک ښايي په راتلونکې ډسمبر میاشت کې د سود کچه لوړه کړي.
د رايور له مخې، د ډالر په پیاوړي کېدو سره د نورو اسعارو لرونکو لپاره د سرو زرو بیه لوړیږي او تقاضا یې کمېدای شي. دغه راز، د سود لوړېدل د سرو زرو پر بیه فشار راوړي؛ ځکه سره زر خپله سود نه ورکوي او پانګوال سود لرونکو پانګونو ته مخه کوي.
د یادونې ده چې په نړیوالو بازارونو کې د سرو زرو بیه د اونس له مخې ټاکل کېږي او یو اونس شاوخوا ۳۱،۱ ګرامه وزن لري.









