منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۸ غ.و
۱۴°ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

بلوچستان کې د بس او ټانکر د ټکر له امله ۱۰ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – د بلوچستان په ګوادر کې د یوه مسافر وړونکي بس او ګازو لېږدوونکي ټانکر د ټکر له امله لس کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان جنګ ورځپاڼې نن د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې دغه پېښه د ګوادر د اورماړې سیمې اړوند د مکران پر ساحلي لویه لار رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې په پېښه کې لس کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

 د راپور له مخې، د اورماړې د پولیسو مرستیال مشر ویلي چې له ټکر وروسته دواړو موټرو اور اخیستی دی.

بلخوا، دنیا نیوز د ساحلي لویې لارې د پولیسو د مشر محمد اسلم بنګلزي په حواله ویلي چې پېښه د اورماړې په بسول سیمه کې رامنځته شوې او مسافر وړونکی بس له تربت څخه کراچۍ ته روان و.

د یادې سرچینې د معلوماتو له مخې، په پېښه کې ځینې مسافر سوځېدلي هم دي.

تر اوسه د دغې ترافیکي پېښې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی.