منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۲ غ.و
۶°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

رویټرز: د موساد مشر له امریکايي چارواکو پر ایران د ګډو بریدونو غوښتنه کړې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۳ کتنې

کابل (پژواک) – رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د اسرائیلو د استخباراتي ادارې (موساد) مشر رومان ګوفمن امریکا ته د خپل سفر پرمهال له امریکايي چارواکو سره په لیدنو کې پر ایران د اسرائیلو او امریکا د ګډو بریدونو غوښتنه کړې ده.

د راپور له مخې، ګوفمن په واشنګټن کې د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌ای‌اې) له مشر جان رتکلیف سره لیدلي او هغه ته یې د ایران په اړه د اسرائیلو استخباراتي معلومات وړاندې کړي دي. نوموړي همدارنګه په میامي کې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سټیو وېټکاف سره هم لیدلي دي.

راپور کې د سرچینو له قوله ویل شوي چې د اسرائیلو د ستراتیژیکو چارو پخواني وزیر ران دیرمر هم د امریکا له چارواکو سره په لیدنو کې پر ایران د ګډ برید ملاتړ کړی او دا هڅې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د هغو هڅو برخه ده چې غواړي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران نوي برید ته وهڅوي.

د راپور له مخې، نتانیاهو اندېښنه لري چې امریکا ښايي د روان کال تر پای مخکې په سیمه کې خپل پراخ پوځي حضور کم کړي. خو د اسرائیلو د پوځ ارزونه دا ده چې ایران دوی ته سمدستي ګواښ نه پېښوي او پر دغه هېواد د بېړني پوځي اقدام اړتیا نشته.