کابل (پژواک) – د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد د سایبریا په سوېل لوېدیځ کې د کېمېروو په سیمه کې د یوې پوځي باروړونکې الوتکې د لوېدو له امله په الوتکه کې سپاره ټول ۱۹ کسان مړه شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه پېښه پرون رامنځته شوې او د «اېاېن–۱۲» ډوله پوځي الوتکه د کېمېروو په سیمه کې د الوتنې پر مهال لوېدلې ده.
سرچینې لیکلي چې د لومړنیو څېړنو له مخې، د الوتکې د لوېدو احتمالي لامل تخنیکي ستونزه بلل شوې او الوتکه په یوه نااستوګنیزه سیمه کې لوېدلې ده.
په همدې حال کې، د کېمېروو سیمې والي ایلیا سرېدیوک پر ټلېګرام په یوه پیغام کې ویلي چې ژغورونکو ډلو له پېښې وروسته په الوتکه کې لګېدلی اور مړ کړی دی.
هغه زیاته کړې چې د پېښې په ځای کې د شته ځواکونو اصلي دنده د الوتکې د لوېدو د لامل روښانه کولو لپاره له څېړنیزو ډلو سره همکاري ده.
تر اوسه د دغې الوتکې د لوېدو د کره لامل په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.










