منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۶ غ.م
۳°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د امریکا د ملي امنیت ادارې محرمه مخابراتي شبکه له کاره لوېدلې

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې
د امریکا د سایبري قوماندانۍ د ګډو عملیاتو مرکز. (انځور: واشنګټن پوست)

کابل (پژواک) – د امریکا د ملي امنیت ادارې (NSA) هغه محرمه مخابراتي شبکه له کاره لوېدلې چې د دغه سازمان کارکوونکي د خورا محرمو او پټو معلوماتو د تبادلې لپاره ترې کار اخلي.

د واشنګټن پوست د راپور له مخې، د سې‌شنبې په ورځ د دغې شبکې د ګډوډۍ له امله د ادارې په مرکزي دفتر او نورو ځایونو کې د کارکوونکو د ورتګ وختونه ځنډېدلي دي. راپور زیاتوي چې د مریلند ایالت ترڅنګ د جورجیا ایالت مرکز هم له دې ستونزې اغېزمن شوی دی.

سرچینې لیکلي، د دې تخنیکي ستونزې لامل لا نه دی روښانه، خو یوه سرچینه وايي چې ښايي د مایکروسافټ «افیس ۳۶۵» پروګرام د نوي کولو له بهیر سره تړاو ولري. همدارنګه، د دغې ادارې شبکې په روان کال کې هم د ثبات ستونزې لرلې دي.

په راپور کې راغلي چې تر اوسه داسې نښې نشته چې دا ستونزه دې د سایبري برید له امله رامنځته شوې وي او د ملي امنیت ادارې پر اصلي سیستمونو، چې د برېښنايي استخباراتي معلوماتو د راټولولو او شننې لپاره کارېږي، د دې اختلال د اغېز شواهد هم نه دي موندل شوي.

د امریکا د ملي امنیت اداره د دغه هېواد له سترو استخباراتي ادارو څخه ده چې د بهرنیو هېوادونو د ټیلیفوني اړیکو، برېښنالیکونو او پیغامونو د څارنې او شننې ترڅنګ د امریکا د سایبري عملیاتو او دولتي شبکو د ساتنې مسوولیت هم لري.