کابل (پژواک) – العربیه خبري شبکې د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د یمن پلازمېنې صنعا ښار ته څېرمه د نُقم غره په الحفا پوځي قرارګاه او د دغه ښار په شمال کې د حوثیانو پوځي مرکزونو ته نږدې چاودنې شوې دي.
العربیه نن (سېشنبه) راپور ورکړی چې دغه چاودنې د حوثیانو اړوندو پوځي مرکزونو ته نږدې شوې، خو د پېښو د څرنګوالي په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
تر اوسه د دغو چاودنو لامل، احتمالي مرګژوبله او اوښتي زیانونه نه دي معلوم شوي او کوم لوري یې مسوولیت هم نه دی منلی.










