کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د هند په اتراکنډ ایالت کې ژورې کندې ته د یوه مسافر وړونکي بس د لوېدو له امله اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.
هندوستان ټایمز د سیمهییزو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دغه پېښه نن، سېشنبه سهار شاوخوا څلور نیمې بجې، د دغه ایالت د تېهري ولسوالۍ ګولر بازار ته نږدې شوې ده.
د راپور له مخې، بس له هریدوار څخه د چمولي پر لور روان و چې د ګولر پله په سیمه کې د چلوونکي له کنټروله ووت او شاوخوا سل متره ژورې کندې ته ولوېد.
د هند پيټيآی خبري اژانس د چارواکو په حواله ویلي چې اوو کسانو د پېښې په ځای کې او یوه بل ټپي وروسته په روغتون کې ساه ورکړې ده.
سرچینې زیاته کړې چې ژغورونکو ټول ۲۶ ټپیان له بسه راایستلي، د سیمې د سختو لارو له امله یې پر کټونو تر سړکه لېږدولي او له هغه ځایه په امبولانسونو کې روغتونونو ته انتقال کړي دي.










