کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د فلسطین د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د اریحا ښار ته نږدې په یوه کلي کې د اسرائیلي ښارګوټو د اوسېدونکو په ډزو کې یوې فلسطینۍ ښځې ژوند له لاسه ورکړی او څو نور کسان ټپیان شوي دي.
الجزیرې راپور ورکړی چې د اسرائیلي ښارګوټو د اوسېدونکو یوې ډلې د اریحا ښار ته نږدې پر «الدیوک» کلي برید کړی او پر فلسطیني اوسېدونکو یې ډزې کړې دي.
سرچینې د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې په دغو ډزو کې یوې فلسطینۍ ښځې ژوند له لاسه ورکړی او څو نور کسان ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د نومبر میاشتې په لومړیو کې هم د اسرائیلي ښارګوټو د اوسېدونکو یوه ډله په اریحا ښار کې د فلسطینیانو کورونو ته ننوتلې وه او خپلو کورونو ته یې د اصلي خاوندانو د ننوتلو مخه نیولې وه.











