منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۴ غ.م
۱۵°صاف · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

پیرو کې د یوې پوځي چورلکې لوېدو له امله اته پوځیان مړه شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۰ کتنې
AFP via Getty Images

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، په پیرو کې د یوې پوځي چورلکې لوېدو له امله اته پوځیان مړه شوي او یوازې پیلوټ یې ژوندی پاتې شوی دی.

رویټرز خبري اژانس د پیرو د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی چې دغه پېښه تېره ورځ (جمعه) د دغه هېواد سانابامبا سیمې ته څېرمه شوې ده.

د راپور له مخې، یاده چورلکه د یوې پوځي ګزمې پر مهال لوېدلې ده.

په راپور کې راغلي چې په دې پېښه کې د پیرو د هوايي ځواک پنځو او د ځمکني پوځ درېیو غړو ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینې لیکلي چې د دې پېښې یوازینی ژوندی پاتې شوی کس د چورلکې پیلوټ دی چې د درملنې لپاره د پیرو پلازمېنې لیما ته لېږدول شوی دی.

د راپور له مخې، د پیرو دفاع وزارت ویلي چې د دغې چورلکې د لوېدو لامل تر څېړنې لاندې دی.