منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۲ غ.م
۱۲°صاف · ↑۱۸° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی

ترکیه کې د یوې پوځي چورلکې لوېدو له امله پنځه کسان مړه شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱ کتنې

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د ترکیې په لوېدیځ کې د دغه هېواد هوايي ځواک یوې چورلکې لوېدو له امله پنځه کسان مړه شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دغه پېښه د نومبر په ۲۴مه، سه‌شنبه، په ترکیه کې د یوې بلې پوځي چورلکې د لوېدو له پېښې ۱۲ ورځې وروسته رامنځته شوې ده.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد د هوايي ځواک اړوند د  «AS-532»  ډوله چورلکه د روزنیزو تمریناتو ترسره کولو لپاره د اسکي‌شهر له هوايي اډې له پورته کېدو وروسته لوېدلې ده.

دغه وزارت په لومړي سر کې ویلي وو چې د چورلکې پاتې‌شوني موندل شوي او د ژغورنې ډلو د لټون او ژغورنې عملیات پیل کړي دي؛ خو وروسته یې د چورلکې د عملې د پنځو غړو مړینه تایید کړه.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت تر اوسه د دې چورلکې د لوېدو د لامل په اړه معلومات نه دي ورکړي.

الجزیرې لیکلي چې د فرانسې جوړې«AS-532 Cougar»  ډوله چورلکه دوه انجنونه لري، څو موخې کارول کېږي او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو پوځي ځواکونه یې په پراخه کچه کاروي.

د یادونې ده، د روان میلادي کال د نومبر په ۱۲مه هم د ترکیې د «S-70» ډوله یوې پوځي چورلکې د لوېدو له امله، چې د دغه هېواد په سوېل کې د مالاتیا ښار ته نږدې لوېدلې وه، د عملې څلور غړي مړه شوي وو.

د هغې چورلکې د لوېدو لامل هم تر اوسه په رسمي ډول نه دی اعلان شوی.

د یادونې ده چې ترکیه د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) دویم لوی پوځ لري.