کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د امریکا د کالیفورنیا ایالت په سوېل کې یوه چورلکه لوېدلې چې امله یې دوه کسان مړه شوي دي.
د «یواېساې ټوډې» خبري شبکې د راپور له مخې، دا پېښه د دوشنبې په ورځ سهار شاوخوا ۹:۳۰ بجې د کالیفورنیا ایالت په تمکیولا سیمه کې شوې ده.
د راپور له مخې، د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې ویلي چې د «رابینسن آر۲۲» ډوله چورلکه کې دوه کسان سپاره وو.
د ریورسایډ د پولیسو ادارې ویاندې ډېردري ویکرز ویلي، د یوې هوايي پېښې د راپور له ترلاسه کولو وروسته د دې ادارې ځواکونه د پېښې ځای ته ولېږل شول.
د هغې په وینا، امنیتي ځواکونه چې د پېښې ځای ته ورسېدل، د دوو کسانو له جسدونو سره مخ شول او د هغوی مړینه همالته تایید شوه.
دا پېښه د ریورسایډ ولسوالۍ په یوه داسې سیمه کې شوې چې د ښار له حدودو بهر ده او د «دي پورتولا» او «اوک ماونټین» سړکونو ته نږدې موقعیت لري.
د امریکا د فدرالي هوايي چلند اداره او د ترانسپورټ د خوندیتوب ملي بورډ به د دې پېښې څېړنه وکړي.
تر اوسه د چورلکې د لوېدو د لامل او د الوتنې د پیل او پای ځایونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.










