منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۱ غ.م
۱۰°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

ایران: هرمز تنګي کې د امریکا تر ملاتړ لاندې درې بېړیو د ماینونو چاودنو له امله اور اخیستی دی

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) –  د ایران سپاه پاسداران وایي، تېره شپه هرمز تنګي کې درې تېل‌لېږدوونکې بېړۍ چې د امریکا له هوايي ملاتړ سره روانې وې، پر سمندري ماینونو برابرې شوي او اور یې اخیستی دی.

الجزیرې نن د ایران د سپاه پاسداران په حواله راپور ورکړی چې یادو درېیو بېړیو تېره شپه له سمندري ماینونو سره تر ټکر وروسته زورورې چاودنې کړې او اور یې اخیستی دی.

د ایران سپاه پاسداران سمندري ځواک په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دغو بېړیو یوه د هرمز تنګي سویلي ساحل ته نږدې او دوې نورې یې د دغه تنګي په ختیځه برخه کې پر ماینونو وربرابرې شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې یادې بېړۍ د امریکا له پراخ پوځي هوايي ملاتړ سره سره له دغو پېښو خوندي نه شوې.

سپاه پاسداران د بېړیو مالکانو، کپټانانو او سمندري ترانسپورټي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې د امریکا پوځي ملاتړ هغوی د ایران له خوا د ټاکل شویو سمندري مقرراتو له مراعاتولو نه معاف کوي.

په ورته مهال، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له خوا د دغه هېواد د بندرونو سمندري محاصره تېری بللی او ویلي یې دي چې د مخنیوي لپاره به یې له ټولو شته امکاناتو کار واخلي.

د امریکا پوځ تر اوسه د ایران د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي او د پېښو خپلواک تایید هم نه دی شوی.

د یادو بېړیو د هویت او احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه هم معلومات نه دي ورکړل شوي.

هرمز تنګی د نړۍ د نفتو او ګازو د لېږد له مهمو سمندري لارو دی چې د ایران او امریکا ترمنځ د روانو کړکېچونو له امله تګ راتګ پکې له ستونزو سره مخ شوی دی.