منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۱ غ.و
۵°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

زېلېنسکي له امریکا د پاتریوت توغندیو غوښتنه کړې

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له امریکا غوښتي چې اوکراین ته د پاتریوت توغندي ورکړي؛ دا غوښتنه داسې مهال کوي چې روسیې په تېره یوه اونۍ کې د اوکراین پر ۲۰ سیمو بریدونه کړي او په تازه بریدونو کې یې پنځه کسان وژلي دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، زېلېنسکي په خپل ټلېګرام کې لیکلي چې روسیې په تېره یوه اونۍ کې د پر اوکراین شاوخوا ۲۷۰۰ بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې، نږدې ۱۴۶۰ رهبري شوي بمونه او ۱۶۵ توغندي توغولي دي.

هغه ویلي چې د توغندیو د پام وړ برخه بالستیک توغندي وو چې ځینې یې د شمالي کوریا له لوري روسیې ته ورکړل شوي دي.

زېلېنسکي د اوکراین لپاره د بالستیک ضد دفاعي سیسټمونو د توغندیو په ورکړه کې ځنډ ته په اشارې ویلي: «په داسې وضعیت کې د اوکراین لپاره د بالستیک ضد سیسټمونو د توغندیو د ورکړې ځنډ درک کول په ځانګړي ډول ستونزمن دي.»

د راپور له مخې، اوکراین د امریکا د پاتریوت دفاعي سیسټم لپاره د توغندیو له کمښت سره مخ دی. زېلېنسکي ویلي چې د ناټو د یوې همغږې شوې برنامې له لارې د اوکراین متحدینو د دغو توغندیو بیه مخکې له مخکې ورکړې، خو د لېږد لپاره یې لا هم د واشنګټن تایید ته اړتیا ده.

د الجزیرې د راپور له مخې، د روسیې په تازه بریدونو کې د کي‌یف د دایمر په کلي کې د استوګنې پر یوه پنځه پوړیزه ودانۍ د برید له امله د ودانۍ یوه برخه نړېدلې او ژغورونکو د درېیو کسانو جسدونه له خاورو راایستلي دي. په پېښه کې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان نادرکه دي.

همدارنګه، د کي‌یف د سوېل لوېدیځ په ویشنېوې ښار کې د خوراکي توکو پر یوه پلورنځي د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي. د زاپوریژیا د سیمه‌ییزې پوځي ادارې سرپرست هم ویلي چې په دغه ښار کې د روسیې د توپچي برید له امله یو کس وژل شوی دی.

بلخوا، د روسیې دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې د اوکراین د اودېسا بندري ښار شمال ختیځ ته یوه باروړونکې بېړۍ او د زاپوریژیا د برېښنا یوه زېرنبا په نښه کړې ده. دغه وزارت د اوکراین په خارکیف کې د یوه کلي د نیولو او د اوکراین د «نپتون» ساحلي توغندیز سیسټم د ویجاړولو ادعا هم کړې ده.