کابل (پژواک) – واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسېت له کاناډا سره پر ځینو دفاعي همکاریو نوي محدودیتونه لګولي، خو پنټاګون ویلي چې دغه اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي استخباراتي معلوماتو پر شریکولو او د ناټو او شمالي امریکا د ګډې دفاعي قوماندانۍ له لارې پر همکاریو اغېز ونه کړي.
واشنګټن پوسټ د موضوع له باخبره چارواکو په حواله راپور ورکړی چې هېګسېت تېره اوونۍ په یوه محرم لارښود کې له کاناډا سره د دفاعي اړیکو پر ځینو برخو محدودیتونه وضع کړي دي.
سرچینې لیکلي چې دغه اقدام د واشنګټن او اوټاوا ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا په دوام شوی دی.
د راپور له مخې، واشنګټن پوسټ د یاد محرم لارښود متن نه دی لیدلی او دا هم نه ده څرګنده چې محدودیتونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکاریو کومې برخې اغېزمنې کړي.
د راپور له مخې د امریکا د دفاع وزارت ویاند شان پارنېل ویلي چې پنټاګون غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې له کاناډا سره دفاعي همکارۍ د امریکا مشخصې دفاعي موخې پوره کوي.
هغه زیاته کړې چې دغه لارښود به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي استخباراتي معلوماتو پر شریکولو او د ناټو او شمالي امریکا د هوايي او فضايي دفاع د ګډې قوماندانۍ (NORAD) له لارې پر پوځي همکاریو اغېز ونه کړي.
واشنګټن پوسټ د یوه امریکایي چارواکي په حواله لیکلي چې کاناډایان ښايي دغه اقدام د ځان لپاره سپکاوی وبولي.
دغه راز، واشنګټن پوسټ د «پنځو سترګو» د استخباراتي اتحاد د یوه غړي هېواد د چارواکي په حواله لیکلي چې امریکا د استخباراتي معلوماتو د شریکولو په برخه کې د رسمي بدلون خبر نه دی ورکړی، خو په تېر یوه کال کې یې د معلوماتو شریکول په ځینو برخو کې کم کړي دي.
«پنځه سترګې» د امریکا، کاناډا، بریتانیا، اسټرالیا او نیوزیلنډ ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د شریکولو اتحاد دی.
واشنګټن پوسټ لیکلي چې د امریکا او کاناډا اړیکې پر کاناډایي توکو د ډونالډ ټرمپ د ګمرکي تعرفو او د کاناډا د امریکا د ۵۱م ایالت ګرځولو په اړه د هغه د څرګندونو له امله ترینګلې شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې کاناډا هم د امریکا د ګمرکي تعرفو په غبرګون کې پر ځینو امریکایي توکو متقابلې تعرفې لګولې او پر امریکایي پوځي تجهیزاتو د خپلې تکیې د کمولو هڅې یې پیل کړې دي.










