کابل (پژواک) – د مالیزیا حکومت اعلان کړی چې ترکیې د دغه هېواد د لس زره روهینګیا کډوالو منلو ته چمتووالی ښودلی او د مالیزیا کابینې هم ترکیې ته د هغوی د لېږد او بیا مېشتېدو طرحه تصویب کړې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د مالیزیا د لومړي وزیر مرستیال احمد زاهد حمیدي نن (جمعه) ویلي چې دغه طرحه یې ترکیې ته له خپل وروستي رسمي سفر وروسته وړاندې کړې وه او د هېواد کابینې یې د پلي کېدو منظوري ورکړې ده.
هغه د دغو کډوالو منلو ته د ترکیې چمتووالی د روهینګیا کډوالو ستونزې ته د اوږدمهاله حللارې موندلو په برخه کې مهم پرمختګ بللی دی.
د مالیزیا د ملي خبري اژانس «برناما» د راپور له مخې، د دغې طرحې په چوکاټ کې به کډوالو ته له درېیو تر شپږو میاشتو تخنیکي او مسلکي زدهکړې ورکړل شي، څو په ترکیه کې د کارموندنې لپاره لازم مهارتونه ترلاسه کړي.
د مالیزیا د لومړي وزیر مرستیال زیاته کړې چې د کډوالو د ټاکلو، روزنې، اسنادو برابرولو او بیا مېشتېدو بهیر به د ترکیې له چارواکو، د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او نورو اړوندو ادارو سره په همغږۍ ترسره شي.
هغه ټینګار کړی چې د دغې طرحې په پلي کېدو کې به د اړوندو کډوالو رضایت، د ترکیې د کار بازار اړتیاوې او نړیوال مقررات په پام کې ونیول شي.
خو رویټرز ویلي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د دغې هوکړې په اړه د څرګندونو غوښتنې ته سمدستي ځواب نه دی ورکړی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، د روان کال د فبرورۍ تر پایه په مالیزیا کې د میانمار شاوخوا ۱۹۳ زره راجستر شوي کډوال مېشت وو چې نږدې دوه پر درېیمه برخه یې روهینګیا دي.
روهینګیا مسلمانان د میانمار یو اقلیت دی چې په ۲۰۱۷ کال کې د دغه هېواد د پوځ د پراخو عملیاتو له امله سلګونه زره کسان یې کډوالۍ ته اړ شول، ډېری یې بنګلهدېش ته ولاړل، خو یو شمېر نورو مالیزیا او د سیمې نورو هېوادونو ته پناه یووړه. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، اوس په مالیزیا کې شاوخوا ۱۲۹ زره روهینګیا کډوال مېشت دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو عدالت نړیوالې محکمې پرون (پنجشنبه) پرېکړه وکړه چې د میانمار پوځ په ۲۰۱۷ کال کې د روهینګیا مسلمانانو نسلوژنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په دغو عملیاتو کې له لسو زرو ډېر کسان وژل شوي وو.
محکمې میانمار مکلف کړی چې د نسلوژنې د عاملینو د څېړلو او مجازات لپاره اقدامات وکړي، د ورته پېښو د تکرار مخه ونیسي او د بېځایه شوو روهینګیاوو د خوندي او داوطلبانه ستنېدو لپاره زمینه برابره کړي.








