کابل (پژواک) – د هایتي پولیسو د دغه هېواد د پلازمېنې پورټوپرنس په مارتیسان سیمه کې، چې له څو کلونو راهیسې د وسلهوالو جنایي ډلو تر واک لاندې ده، عملیات کړي او د دغو ډلو د ۳۴ غړو د وژلو خبر یې ورکړی دی .
الجزیرې راپور ورکړی چې دغه عملیات د پنجشنبې په ورځ د هایتي د ملي پولیسو او د وسلهوالو ډلو پر ضد د ځانګړي عملیاتي ځواک له خوا ترسره شوي چې د یوه خصوصي امنیتي شرکت کارکوونکو هم پکې برخه لرله.
د پولیسو په وینا، په دغو عملیاتو کې وژل شوي کسان د یادو ډلو غړي وو او نورو کسانو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
د راپور له مخې، د مارتیسان سیمه له پلازمېنې پورټوپرنس څخه د هایتي لوېدیځو او سوېلي ښارونو ته پر غځېدلې مهمې لارې پرته ده او له ۲۰۲۱ کال راهیسې د وسلهوالو جنایي ډلو تر کنټرول لاندې ده.
الجزیرې د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۲ کال د راپور په حواله لیکلي چې په دې سیمه کې د وسلهوالو ډلو د تاوتریخوالي له امله لږ تر لږه ۱۹ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي وو.
د الجزیرې د راپور له مخې، وسلهوالې ډلې له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر دغې لار له تېرېدونکو کسانو پیسې غواړي او پر موټرو ډزې کوي چې له امله یې تګ راتګ او ښار ته د سوداګریزو توکو لېږد له ستونزو سره مخ شوی دی.
بلخوا، د ملګرو ملتونو په ملاتړ د وسلهوالو ډلو د ځپلو ځواک ویلي چې د هایتي په نورو سیمو کې یې هم د دغو ډلو پر ضد عملیات پراخ کړي دي.










