کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د امریکا او چین ولسمشرانو د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د درېاړخیزې غونډې له جوړېدو مخکې جلا لیدنه کړې ده.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جینپینګ د روان میلادي کال په ترڅ کې درېیمه لیدنه کړې ده.
د راپور له مخې، دواړو لورو په دې لیدنه کې د دوهاړخیزو اړیکو، ګډو همکاریو او هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد په اړه خبرې کړې دي.
ترمپ ویلي چې د چین له ولسمشر څخه به وغواړي چې د امریکا کرنیز محصولات ډېر وپېري.
نوموړي په دې اړه ویلي: «له تاسو به وغواړم چې زموږ د بزګرانو لپاره ډېر کارونه وکړئ.»
د چین ولسمشر شي جینپینګ هم له خپل امریکايي سیال سره پر همکاریو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ټرمپ هڅې به په تاریخ کې ثبت شي.










