منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۹ غ.م
۴°صاف · ↑۱۵° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

نیویارک‌ټایمز: ټرمپ د ایران جګړې په اړه د ونس له دریځه ناراضه دی، خو روبیو بیا ستايي

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – نیویارک‌ټایمز راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د جګړې په اړه د خپل مرستیال جي‌ډي ونس له څرګندونو ناراضه دی، خو بلخوا بیا په شخصي ناستو او خبرو کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ستايي او د ولسمشرۍ لپاره یې وړ بولي.

د راپور له مخې، ټرمپ په تېرو دوو اونیو کې د ونس له دې دریځه چې په منځمهاله ټاکنو کې یې د جمهوري‌غوښتونکو د ماتې لامل د ایران جګړه بللې، سخت ناراضه شوی دی.

سرچینو نیویارک‌ټایمز ته ویلي چې ټرمپ له خپلو سلاکارانو او متحدینو سره په خبرو کې ګیله کړې چې ونس باید ویلي وای چې د ایران پر وړاندې د جګړې پیلولو په اړه د ولسمشر پرېکړه سمه وه.

راپور زیاتوي، ټرمپ په شخصي خبرو کې د مارکو روبیو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې هغه د ولسمشرۍ لپاره پیاوړی نوماند کېدای شي؛ ځکه روبیو په وار وار د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام ملاتړ کړی او هغه یې د امریکا د ملي امنیت لپاره اړین بللی دی.

ونس تر دې مخکې د جمهوري‌غوښتونکو د ټاکنیزې ماتې لامل د ایران جګړه بللې او ویلي یې وو چې هر ډول رښتینې ارزونه باید له همدې موضوع پیل شي؛ خو هغه وروسته په یوه مرکه کې ټینګار کړی چې د جګړې په اړه د ده او ټرمپ ترمنځ اختلاف نشته.