کابل (پژواک) – د امریکا د ملي استخباراتو مشر جې کلیټن ویلي چې په متحده ایالتونو کې دننه او بهر د امریکايي وګړو پر وړاندې د ایران ګواښونه د پام وړ زیات شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، جې کلیټن د چهارشنبې په ورځ د امریکا د استازو جرګې د کورني امنیت کمېټې په غونډه کې ویلي چې د ایران له لوري پر امریکايي وګړو د احتمالي مرګونو بریدونو د مخنیوي هڅې روانې دي.
هغه زیاته کړې: «دا ګواښونه د پام وړ زیات شوي او زموږ هغه کارکوونکي چې په بهر کې او یا دننه امریکا کې دي، له زیاتو ګواښونو سره مخ دي.»
راپور کې راغلي، جې کلیټن تېره میاشت په یوه یادښت کې ویلي وو چې ایران د امریکايي کارکوونکو د په نښه کولو هڅې زیاتې کړې او د امریکايي وګړو پر وړاندې د تهران مرګوني پلانونه پرمختللو پړاوونو ته رسېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سياېناېن شبکې روانه اونۍ په یوه راپور کې د امریکا د استخباراتي ارزونو له مخې د ایران له لوري په واشنګټن کې د «چټل بم» په وسیله د احتمالي برید د پلان موضوع هم راپورته کړې ده.
کلیټن د دغه راپور په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د مشخصو موضوعاتو له څرګندولو ډډه کړې، خو ویلي یې دي چې د پراخې ویجاړۍ ګواښونه نوې نه دي.
بلخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې فکر نه کوي چې واشنګټن دې له کوم سمدستي ګواښ سره مخ وي؛ خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې ویلي وو چې د ایران له لوري د احتمالي برید موضوع جدي نیسي.









