منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۲ غ.و
۸°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

پر اوکراین د روسیې هوايي بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – د اوکراین چارواکي وايي چې د دغه هېواد پر بېلابېلو سیمو د روسیې د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د اوکراین په سوېلي ښار اودسا کې د روسیې په بریدونو کې څلور کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي دغه بریدونه «وحشیانه» بللي او ویلي یې دي چې د ژغورنې ډلې هم په نښه شوې دي.

همدارنګه د اوکراین په سوېل ختیځ زاپوریژیا سیمه کې د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې یوه ښځه وژل شوې او یو سړی ټپي شوی دی. همدارنګه، د روسیې د بریدونو له امله د ریونه سیمې ۸۰ کلي او ښارګوټي له برېښنا بې‌برخې شوي دي.

دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه شوي چې اوکراین د روسیې پر کرچ پله برید وکړ، چې له امله یې دوه کسان ووژل شول او د دغه پله یوه برخه ونړېده.