کابل (پژواک) – د امریکا یوې فدرالي محکمې پاکستانی وګړی اصف مرچنټ د ډونالډ ټرمپ او یو شمېر نورو امریکايي سیاستوالو د ترور د دسیسې په تړاو په ۲۷ کاله او شپږ میاشتې بند محکوم کړی دی.
د امریکا عدلیې وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د نیویارک د بروکلین فدرالي محکمې قاضي اریک کومیټي دغه ۴۸ کلن پاکستانی په ۳۳۰ میاشتو بند محکوم کړ.
د خبرپاڼې له مخې، مرچنټ د روان کال په مارچ کې د ترهګریز عمل د هڅې او د پیسو په بدل کې د وژنې د تنظیم په جرمونو مجرم پېژندل شوی و.
امریکايي څارنوالانو ویلي چې نوموړي د ایران د سپاه پاسداران په لارښوونه، د دغه ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د وژنې د غچ اخیستو لپاره د امریکايي سیاستوالو د ترور پلان جوړ کړی و. سلیماني د ۲۰۲۰ کال په جنوري کې د امریکا په یوه برید کې ژوند له لاسه ورکړ.
د عدلیې وزارت په وینا، مرچنټ باور درلود چې د پلان اصلي هدف ټرمپ دی، خو د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن او په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ استازې نیکي هېلي هم احتمالي هدفونه وو.
سرچینه زیاتوي، مرچنټ هغو کسانو ته پنځه زره ډالر ورکړي وو چې ده ګومان کاوه د پیسو په بدل کې وژنې کوي، خو هغوی په حقیقت کې د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې «اېفبيآی» پټ مامورین وو.
اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې مرچنټ د محاکمې پر مهال ویلي وو، په ایران کې د خپلو خپلوانو د خوندیتوب لپاره یې د سپاه پاسداران د یوه استخباراتي مامور لارښوونې تعقیبولې. ایران د امریکايي چارواکو د وژلو د هڅو تورونه رد کړي دي.
د مرچنټ مدافع وکیل ویلي چې د محکمې د پرېکړې پر وړاندې به استیناف وغواړي. نوموړی د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۱۲مه په ټکساس کې، له امریکا د وتلو تر هڅې مخکې نیول شوی و.










