کابل (پژواک) – د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له اډیاله زندانه د دغه هېواد د سترې محکمې، فدرالي اساسي قانون محکمې او اسلاماباد سترې محکمې مشرانو ته په یوه پرانیستي لیک کې د خپلې بېړنۍ درملنې، له کورنۍ او وکیلانو سره د لیدنو او د محکمو د حکمونو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.
عمران خان په دغه لیک کې چې د نومبر په ۱۶مه د هغه د وکیل له لوري خپور شوی، ویلي چې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر له ۲۰مې راهیسې په اډیاله زندان کې پروت دی او بهرنۍ نړۍ سره یې اړیکې پرې شوې او په ورځ کې تر ۲۲ ساعتونو پورې په انفرادي بند کې ساتل کېږي.
د نوموړي په وینا، له کورنۍ سره له لیدنو، له خپلو زامنو سره له ټیلیفوني اړیکو، کتابونو او تلویزیون څخه هم محروم شوی دی.
هغه ادعا کړې چې په روان کال کې یې یوازې څلور ځله له خپل وکیل سره د لیدو اجازه ترلاسه کړې او مېرمنې یې، بشرا بيبي، هم په ټول کال کې یوازې یو ځل له خپل وکیل سره لیدلي دي. نوموړي ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۱۰مه د وکیل له لیدنې وروسته معلومه شوه چې د ښۍ سترګې ۸۵ سلنه لید یې له لاسه ورکړی دی.
عمران خان په لیک کې د خپل روغتیايي وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په انفرادي بند کې یې د وینې فشار تر ۱۹۳ پورې لوړ شوی او ډاکترانو ورته د مغزي وینې بهېدنې او د زړه د درېدو د لوړ خطر خبرداری ورکړی دی. هغه د خپلې مېرمنې د سترګو د وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې یې د شبکیې د ستونزې له امله د سترګې پېچلې جراحي کړې، خو لا هم درملنې ته اړتیا لري.
نوموړي ویلي چې د پاکستان سترې محکمې د ۲۰۲۶ کال د اګسټ په ۱۸مه د هغه د روغتیايي وضعیت د خرابېدو له امله امر کړی و چې په دوو ورځو کې د شفا نړیوال روغتون ته ولېږدول شي، د زړه او سترګو متخصصان یې معاینه کړي او په اونۍ کې دوه ځله له کورنۍ او زامنو سره د لیدو اجازه ورکړل شي؛ خو د هغه په وینا، دغه حکمونه لا هم نه دي عملي شوي.
عمران خان په پای کې له قاضیانو غوښتي چې د سترې محکمې پخواني حکمونه پلي او ده او مېرمنې ته یې مناسبه درملنه برابره کړي. هغه ویلي چې د ځانګړي امتیاز غوښتنه نه کوي، بلکې یوازې د عدالت او بشري خواخوږۍ له مخې د خپلو حقونو د تأمین غوښتونکی دی.










