کابل (پژواک) – امریکا کې یوه قاضي یو ځل بیا په واشنګټن کې د یوه عامه پارک او د ګلف د میدانونو تړلو او بیارغونې په اړه د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ طرحه په لنډمهال ډول ځنډولې او امر یې کړی چې پارک دې د خلکو پر مخ پرانیستی پاتې شي.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا فدرالي محکمې قاضي انا ریس د شنبې په ورځ (د نومبر ۱۴مه) په یوه ۳۰ مخیز حکم کې په واشنګټن کې د «ایسټ پوټوماک» پارک د تړلو لپاره د ټرمپ د حکومت پلان وځنډاوه.
ټرمپ له دې مخکې اعلان کړی و چې دغه پارک به د ۱۵ میاشتو لپاره وتړي، څو د ګلف میدانونه یې په نړۍواله کچه د سیالیو ترسره کولو لپاره په معیاري مجموعه بدل کړي.
خو قاضي ریس په خپل حکم کې ویلي چې د پارک د تړلو لپاره د حکومت له لوري وړاندې شوي دلایل واقعي نه دي او دولتي چارواکو د یوې خپلسرې ټاکل شوې نېټې د پوره کولو لپاره لږ تر لږه دوه فدرالي قوانین تر پښو لاندې کړي دي.
هغې ټینګار کړی چې حکومت نه شي کولای یو تاریخي پارک چې هره ورځ د خلکو له خوا کارول کېږي، د نامعلومې مودې لپاره د هغوی پر مخ وتړي.
د محکمې د حکم له مخې، که څه هم د ټرمپ حکومت اړ نه دی چې په دغه ځای کې د ګلف میدانونه فعال وساتي، خو د دغو میدانونو د فعالیت درول د دې پلمه نه شي کېدای چې خلک پارک ته له ننوتلو منع کړي.
دغه حکم په واشنګټن کې د تاریخي میراثونو د ساتنې یوې ادارې د شکایت په پایله کې صادر شوی دی. یادې ادارې د پارک د بیارغونې طرحه د فدرالي قوانینو او مقرراتو خلاف بللې ده.
دا په داسې حال کې ده چې قاضي ریس له دې مخکې هم حکومت د پارک د ونو له پرې کولو او له مخکنۍ خبرتیا پرته په دغه پارک کې د نه بېرته راګرځېدونکو بدلونونو له راوستلو منع کړی و.
د «ایسټ پوټوماک» پارک چې د توماس جیفرسن د یادګار ترڅنګ او له سپینې ماڼۍ شاوخوا درې کیلومتره لرې موقعیت لري، د ګلف درې میدانونه لري چې ټولټال ۳۶ سوري پکې دي. دغهراز یو کوچنی د ګلف میدان او د بایسکل ځغلولو او پلي تګ ځانګړې لارې هم لري.
د ټرمپ د طرحې له مخې، ټاکل شوې چې دغه مجموعه د ګلف پر یوه ۱۸ سوریز میدان بدله شي، څو د نړۍوالو سیالیو، لکه «یو اېس اوپن» او «رایډر کپ» د کوربهتوب وړتیا پیدا کړي.
رویټرز لیکلي چې ټرمپ دغه پروژه په واشنګټن کې د معمارۍ او ښاري بڼې د بدلون لپاره د خپلو پراخو پلانونو یوه برخه بللې ده.
خو د امریکا د کورنیو چارو او عدلیې وزارتونو او سپینې ماڼۍ تر اوسه د محکمې د نوي حکم په اړه څه نه دي ویلي.











