منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۷ غ.م
۸°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د فوسیلي سون‌توکو پر سر اختلافاتو د اقلیمي بدلون نړیواله غونډه وغځوله

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – په ترکیه کې د اقلیمي بدلون د ۳۱مې نړیوالې غونډې (COP31) خبرې د فوسیلي سون‌توکو د کارونې د کمولو او له بېوزلو او مخ پر ودې هېوادونو سره د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو لپاره د مالي مرستو پر سر د اختلافاتو له امله له ټاکلي وخت غځېدلې دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، دغه غونډه چې د ترکیې په انتالیا ښار کې د نږدې ۲۰۰ هېوادونو په ګډون جوړه شوې، ټاکل شوې وه تېره ورځ (جمعه) پای ته ورسېږي، خو ګډونوال هېوادونه د وروستۍ هوکړې پر متن سلا نه شول.

راپور کې راغلي چې د غونډې د وروستۍ هوکړې په لومړنۍ مسوده کې د ډبرو سکرو، تېلو او طبیعي ګازو د کارونې د کمولو غوښتنه شوې وه، خو د سعودي عربستان او یو شمېر نورو سترو تېل او ګاز تولیدوونکو هېوادونو له مخالفت وروسته، په نوې مسوده کې د دغو سون‌توکو یادونه لرې شوې ده.

اروپايي ټولنې او یو شمېر نورو هېوادونو پر دې اقدام نیوکې کړې او غوښتنه یې کړې چې له فوسیلي سون‌توکو څخه د تدریجي لېرې کېدو موضوع دې په وروستۍ هوکړه کې شامله شي.

د پاناما د چاپېریال وزیر خوان کارلوس ناوارو ویلي، دا د منلو نه ده چې د اقلیمي بدلون په نړیواله غونډه او د هغې د وروستۍ هوکړې په متن کې دې د فوسیلي سون‌توکو یادونه هم نه وي شوې.

بلخوا، د غونډې د ګډونوالو ترمنځ د اقلیمي بدلون له اغېزو سره د مبارزې لپاره له بېوزلو او مخ پر ودې هېوادونو سره د مالي مرستو پر سر هم اختلافات شته.

د راپور له مخې، د هوکړې له نوې مسودې څخه هغه وړاندیز هم لرې شوی چې له اقلیمي بدلون سره د عیارېدو لپاره یې مخ پر ودې هېوادونو ته د ۱۲۰ میلیارد ډالرو مالي مرستو هدف ټاکلی و.

د غونډې مشر او د ترکیې د چاپېریال وزیر مراد کوروم ویلي، ګډونوال وروستۍ هوکړې ته نږدې شوي، خو لا یې بشپړه موافقه نه ده ترلاسه کړې.

ټاکل شوې چې نن شنبې د هوکړې درېیمه مسوده وړاندې شي او د اختلافاتو د هواري لپاره خبرې دوام ومومي.

د اقلیمي بدلون نړیواله غونډه هر کال د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې جوړېږي او موخه یې د نړیوالې تودوخې د زیاتېدو مخنیوی، د ګلخانه‌یي ګازونو د خپرېدو کمول او له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره د هېوادونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا ده.