منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۰ غ.م
۸°ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د امریکا سنا جرګې د ایران په اړه د ټرمپ د جګړه‌ییزو واکونو د محدودولو پرېکړه‌لیک رد کړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۱ کتنې

کابل (پژواک) – د امریکا سنا جرګې په د رایو په اکثریت هغه پرېکړه‌لیک رد کړ چې له مخې یې د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ مکلف کېده چې له ایران سره جګړه پای ته ورسوي او یا یې د دوام لپاره د کانګرېس موافقه ترلاسه کړي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه پرېکړه‌لیک په سنا جرګه کې د ۴۸ موافقو رایو پر وړاندې په ۵۱ مخالفو رایو رد شو؛ یاد پرېکړه‌لیک تر دې وړاندې د امریکا استازو جرګې تصویب کړی و.

د راپور له مخې، یوازې درېیو جمهوري‌غوښتونکو سناتورانو، د مین ایالت سوزان کالینز، د الاسکا لیزا مورکوفسکي او د کنتاکي ران پال، له ډیموکراتانو سره یوځای د پرېکړه‌لیک په ګټه رایې ورکړې.

سرچینې لیکلي چې د پنسلوانیا ایالت ډیموکرات سناتور جان فټرمن بیا د خپل ګوند د ډېری غړو خلاف له جمهوري‌غوښتونکو سره یوځای د پرېکړه‌لیک پر ضد رایه ورکړې ده.

رویټرز لیکلي چې دا د نومبر د درېیمې له منځ‌مهاله ټاکنو وروسته د ایران د جګړې په اړه د امریکا په کانګرېس کې لومړنۍ رایه‌اچونه وه؛ هغه ټاکنې چې ډیموکراتانو پکې پراخې بریاوې ترلاسه کړې او جمهوري‌غوښتونکي له ماتې سره مخ شول.

په راپور کې راغلي چې د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل ګډه جګړه، چې د روان زېږدیز کال د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوې، د پام وړ امریکایانو له مخالفت سره مخ ده.

د رویټرز او ایپسوس د ګډې نظرپوښتنې له مخې، چې د نومبر له ۱۳مې تر ۱۶مې ترسره شوې، یوازې ۳۱ سلنه امریکایانو د ایران پر ضد د خپل هېواد له جګړې ملاتړ کړی دی.

د امریکا د اساسي قانون له مخې، د جګړې د اعلان واک له کانګرېس سره دی، نه له ولسمشر سره. ډیموکراتان استدلال کوي چې ټرمپ د روښانه تګلارې له وړاندې کولو پرته امریکا یوې اوږدې جګړې ته داخله کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، د ایران د جګړې له پیل راهیسې دا یوویشتم ځل دی چې کانګرېس د ولسمشر د جګړه‌ییزو واکونو اړوند پرېکړه‌لیکونو په اړه رایه‌اچونه کوي.

بلخوا، د امریکا د دفاع وزارت د اکټوبر میاشتې د وروستیو شمېرو له مخې، له ایران سره په جګړه کې د دغه هېواد پوځي لګښتونه له ۴۷ میلیارد ډالرو اوښتي دي؛ دا اندازه د جولای میاشتې د اټکل په پرتله څه باندې ۲۵ سلنه زیاته ده.

یاد پرېکړه‌لیک د سپټمبر میاشتې په نیمايي کې د امریکا په استازو جرګه کې د ۲۰۴ مخالفو رایو پر وړاندې په ۲۲۰ موافقو رایو تصویب شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ډیموکراتان د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ له درېیمې د امریکا د کانګرېس د دواړو جرګو کنټرول ترلاسه کړي. د دغه ګوند مشرانو ژمنه کړې چې د ایران د جګړې پای ته رسول به د خپلو کاري لومړیتوبونو په سر کې راولي.