کابل (پژواک) – د ګرجستان په پلازمېنه تفلیس کې د یوې چاودنې له امله د یوې استوګنیزې ودانۍ یوه برخه نړېدلې او له امله یې د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی؛ چارواکي وایي، ښايي چاودنه د ګازو له امله شوې وي، خو د پېښې د اصلي لامل معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، دغه چاودنه پرون د تفلیس ښار په څنډه کې د پونیچالا سیمې په یوه استوګنیزه ودانۍ کې شوې چې له امله یې یو شمېر اوسېدونکي تر خاورو او خځلو لاندې بند پاتې شوي دي.
د ګرجستان د کورنیو چارو وزیر سولخان تامازاشویلي ویلي چې ژغورونکو د یوه کوچني ماشوم په ګډون د شپږو کسانو جسدونه له خاورو او خځلو راایستلي دي.
د ګرجستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، لومړنۍ موندنې ښيي چې چاودنه د ودانۍ په پنځم پوړ کې هغه مهال شوې چې یوه اوسېدونکي د ګازو د بخارۍ د بلولو هڅه کوله.
خو د «تفلیس انرژي» په نوم د ګازو رسوونکې شرکت ویلي چې یاد اپارتمان د یوه خالي استوګنیز واحد په توګه ثبت شوی او په تېر یوه کال کې پکې د ګازو هېڅ مصرف نه دی ثبت شوی.
دغه شرکت زیاته کړې چې تر اوسه نه دي توانېدلی چې زیانمنه شوې ودانۍ وڅېړي.
بلخوا، د تفلیس ښاروال کاخا کالادزه ویلي چې له تخنیکي ارزونو او د ودانۍ د دوو برخو له ناامنه تشخیصېدو وروسته پرېکړه شوې چې د ۲۸ کورنیو له سلو ډېر غړي په موقت ډول هوټلونو ته ولېږدول شي.
دغه راز، د ګرجستان یوه څارنوال لیوان ویپخوادزه ویلي چې د خوندیتوب له مقرراتو د احتمالي سرغړونې په تړاو جنايي څېړنې پیل شوې دي.










