کابل (پژواک) – له اوربند سره سره، د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو په بریدونو کې درېیو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او د دوو ښځو او یوه ماشوم په ګډون یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د غزې ښار په زیتون سیمه کې د اسراییلو د توپچي برید له امله یوه فلسطیني ژوند له لاسه ورکړی او د بېځایه شویو پر یوه پناهځای د بېپیلوټه الوتکې په برید کې د یوې ښځې په ګډون څو کسان ټپیان شوي دي.
د راپور له مخې، په همدې سیمه کې یوه ۳۸ کلن فلسطیني د اسراییلو د بېپیلوټه الوتکې په برید کې ژوند له لاسه ورکړی او د غزې په مرکزي برخه کې یو بل فلسطینی د څو ورځې مخکې د ورته برید له امله د ټپونو له کبله ساه ورکړې ده. دغهراز د دیرالبلح په ختیځ او خانیونس کې د یوه ماشوم او یوې ښځې په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.
راپور زیاتوي، د اسراییلو پوځ د چهارشنبې په ورځ د غزې په مرکزي برخه کې د پوځي عملیاتو د پیل اعلان کړی و او د پنجشنبې په ورځ یې د دغو عملیاتو د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی. د دغو عملیاتو له امله د فلسطینیانو کورونو او بنسټیزو تاسیساتو ته پراخ زیانونه اوښتي دي.
د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې د اسراییلو په بریدونو کې تر ۷۴ زره ډېرو فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۷۵ زرو ډېر نور ټپیان شوي دي؛ دغه راز د غزې ۹۰ سلنه بنسټیز تاسیسات ویجاړ شوي دي.










