منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۰ غ.و
۸°ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی

ایټالیا کې نږدې ۷۵۰۰ ښوونځیو ته د بمونو “جعلي ګواښونه” استول شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱ کتنې
د ایټالیا په ناپولي ښار کې د بم د ګواښ له امله د یوه ښوونځي مخې ته راټول شوي خلک. (رویټرز/ارشیف)

کابل (پژواک) – د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر وایي، په یوه ورځ د دغه هېواد نږدې ۷۵۰۰ ښوونځیو ته د بمونو “جعلي ګواښونه” استول شوي او په وروستیو اوونیو کې د ورته ګواښونو او سایبري بریدونو موخه د دغه هېواد بې‌ثباته کول دي، خو تر اوسه یې ملي امنیت ته کوم جدي ګواښ نه دی رامنځته کړی.

رویټرز خبري اژانس نن راپور ورکړی چې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو پیانتېدوسي دغه څرګندونې د دغه هېواد پارلمان ته د معلوماتو وړاندې کولو پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي چې د نومبر په ۱۶مه نږدې ۷۵۰۰ ښوونځیو ته د برېښنالیکونو له لارې د بمونو ګواښونه استول شوي وو، خو له دغو ټولو ښوونځیو یوازې یو ښوونځی تخلیه شوی دی.

د راپور له مخې، په وروستیو اوونیو کې د ایټالیا په ګډون د اروپا په یو شمېر هېوادونو کې ښوونځي، پلورنځي، د وینې بانکونه، د هوايي تګ راتګ سیستمونه او رسنۍ د “جعلي امنیتي ګواښونو” او سایبري بریدونو له امله له ستونزو سره مخ شوي دي.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ویلي چې دغه اقدامات د خلکو ترمنځ د وېرې خپرولو، د ورځني ژوند د ګډوډولو او پر دولتي ادارو د خلکو د باور کمزوري کولو په موخه ترسره کېږي.

هغه زیاته کړې چې د لومړنیو څېړنو له مخې، د ښوونځیو او الوتنو په تړاو ځینې “جعلي ګواښونه” له هغو بهرنیو برېښنايي حسابونو استول شوي چې غیرمجازو کسانو ورته لاسرسی موندلی و او اړوند چارواکي یې په اړه څېړنې کوي.

رویټرز لیکلي چې ځینې اروپايي چارواکي پر روسیې شک لري چې ښايي د اوکراین د ملاتړ کوونکو اروپايي هېوادونو د ګډوډولو هڅو تر شا وي، خو د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د دغو پېښو مسوولیت کوم هېواد یا ډلې ته منسوبول لا له وخته مخکې دي.

د راپور له مخې، د روسیې سفارت د دغو پېښو د عاملینو په پېژندلو کې د همکارۍ وړاندیز کړی دی.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د وروستیو پېښو له ډلې تر اوسه یوازې د روانې میاشتې په لومړیو کې د پلورنځیو د سړو خونو پر سیستمونو پراخ سایبري برید تایید شوی دی.

هغه زیاته کړې چې حکومت پلان لري د سایبري امنیت بودجه د روان کال له ۲۰۳ میلیونه یورو څخه په ۲۰۲۷ کال کې ۲۹۹ میلیونه یورو ته لوړه کړي.