منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۳ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی

د چین ولسمشر: بیجینګ او مسکو باید د څو قطبي نړۍوال نظم په رامنځته کولو کې مخکښ رول ولوبوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – د چین ولسمشر شي جین‌پینګ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره له لیدنې وروسته ویلي چې چین او روسیه باید د څو قطبي نړۍوال نظم په رامنځته کولو کې مخکښ رول ولوبوي.

د الجزیرې د راپور له مخې، شي جین‌پینګ او ولادیمیر پوتین نن (چهارشنبه، د نومبر ۱۸مه) د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو سازمان (اپېک) غونډې په څنډه کې د چین په سوېل، شېنژن ښار کې سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.

د چین ولسمشر له دې لیدنې وروسته ټینګار کړی چې بیجینګ او مسکو باید د نړۍ د څو قطبي نظام پر لور د بهیر مشري وکړي او هغه لا پیاوړی کړي.

بلخوا، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اپېک غونډې ته په خپله وینا کې لوېدیځ ځواکونه «پخواني واکمن ځواکونه» بللي او ویلي یې دي چې اروپا د «سپکوونکي زوال» له پړاو سره مخ ده.

هغه زیاته کړې: «تجربې ښودلې چې د اقتصادي واکمنۍ دودیزې وسیلې او جبري فشارونه تر ډېره خپل اغېز له لاسه ورکړی او نور د پخوا په څېر د مخنیوي ځواک نه لري.»

پوتین دغه‌راز ویلي چې که څه هم بندیزونه، ګمرکي تعرفې او د صادراتو محدودیتونه تر یوه بریده اغېز لرلی شي، خو د سیالو هېوادونو د اقتصادي ودې مخه نه شي نیولی او نه یې اقتصاد له منځه وړلی شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې روسیه د اوکراین پر وړاندې د جګړې له امله، چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پیل شوې، د امریکا او اروپايي هېوادونو له پراخو بندیزونو سره مخ ده.

د راپور له مخې، د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو سازمان په ۱۹۸۹ کال کې جوړ شوی او ۲۱ غړي لري چې په ګډه د نړۍ د ناخالص کورني تولید تر ۵۰ سلنې ډېره برخه جوړوي او شاوخوا ۲.۷ میلیارده وګړي پکې ژوند کوي.

د دغه سازمان موخه د اسیا او ارام سمندر سیمه کې د اقتصادي ودې او سوکالۍ پیاوړتیا بلل شوې ده.

تمه ده چې د غړو هېوادونو مشران به د سږني کال په غونډه کې د نړۍوالې سوداګرۍ او مصنوعي ځیرکتیا په ګډون پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

دغه‌راز، له جنورۍ میاشتې وروسته د امریکا او چین ترمنځ د سوداګریز اوربند د هوکړې تمدید هم د دې غونډې له مهمو بحثونو ګڼل کېږي.