سيایناین د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ایران په واشنګټن کې د راډیواکټیف موادو لرونکي بم یا کیمیاوي وسلو په وسیله د ټرمپ د حکومت پر لوړپوړو چارواکو د احتمالي برید پلانونه جوړوي؛ خو په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ د کیمیاوي وسلو د احتمالي کارولو تور رد کړی او ویلي یې دي چې ایران په هر ډول شرایطو کې د دغو وسلو کارول نامشروع ګڼي.
د راپور له مخې، احتمالي هدفونه او ځایونه مشخص شوي، خو داسې شواهد نشته چې ایران د برید د عملي کولو پرېکړه کړې وي. سرچینو دا پلانونه د بېلابېلو انتخابونو د برابرولو هڅه بللې، نه د نږدې برید نښه.
سپینې ماڼۍ ویلي چې ټول احتمالي ګواښونه څاري، خو دا مهال د امریکا پر وړاندې کوم باوري ګواښ نه دی پېژندل شوی.
راپور زیاتوي چې له ایران سره د تړلو ګواښونو له امله، د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ تېره اوونۍ پوځي استوګنځي ته لېږدول شوی دی.










