منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۹ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

بېسنټ: د وال‌سټرېټ ژورنال له خوا زما د کور انځور له خپرېدو وروسته پوځي اډې ته کډه شوی یم

· ۱ دقیقه لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ منلې، چې د ایران د ګواښونو او د وال‌سټرېټ ژورنال ورځپاڼې له خوا د ده د کور د انځور د خپرېدو له امله یې د امریکا د پټو خدمتونو د لارښوونې له مخې خپل کور پرېښئ او یوې پوځي اډې ته تللی دی.

بېسنټ له سي‌اېن‌بي‌سي ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، وال‌سټرېټ ژورنال ورځپاڼې د ده د کور داسې انځور خپور کړی چې موقعیت یې د انټرنېټ له لارې معلومېدای شي. هغه ویلي، له یادې ورځپاڼې یې غوښتنه کړې وه چې د کور موقعیت دې نه خپروي، خو د ده په وینا، دغه غوښتنه یې نه ده منلې.

نوموړي د دغه انځور خپرول غیرمسوولانه او خطرناک بللي او ویلي یې دي چې د امریکا د پټو خدمتونو د لارښوونې له مخې یې خپل کور پرېښی او پوځي اډې ته تللی دی.

بېسنټ ادعا کړې چې ایران ده او د امریکا د کابینې نورو غړو ته د مرګ ګواښونه کړي دي. هغه همدارنګه د ایران پر وړاندې د امریکا اقتصادي فشارونو ته په اشارې ویلي، دغه ګواښونه د دغو فشارونو له امله دي او دوی به د ګواښونو له امله خپل دریځ بدل نه کړي.