منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۶ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

بحرین کې د ایران له سپاه پاسداران سره د همکارۍ په تور ۶۴ کسان په عمري بند محکوم شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – د بحرین یوې محکمې د ایران له سپاه پاسداران سره د همکارۍ او د دغه هېواد د حکومت د نسکورولو د هڅو په تور ۶۴ کسان په عمري او پنځه نور په ۱۵ کاله بند محکوم کړي دي؛ د بشري حقونو یوه بنسټ ویلي چې د دغو ۶۹ محکومینو له ډلې ۶۰ یې شیعه دیني عالمان دي.

رویټرز خبري اژانس نن (دوشنبه) راپور ورکړی چې د بحرین لویې جنايي محکمې دغه کسان د ایران له سپاه پاسداران سره د تړلې یوې «ترهګرې ډلې» د جوړولو او اداره کولو په تور محکوم کړي دي.

د بحرین د څارنوالۍ په وینا، یادې ډلې د دغه هېواد د حکومت د نسکورولو هڅې کولې او له اجازې پرته یې پیسې راټولولې.

څارنوالۍ ادعا کړې چې محکومینو له جوماتونو، دیني ویناوو، خیریه او ښوونیزو بنسټونو څخه د ایران د ستر مذهبي مشر د ملاتړ او هغه ته د وفادارۍ د ترویج لپاره کار اخیست.

د بحرین د بشري حقونو او ډیموکراسۍ انسټیټیوټ (BIRD) ویلي چې په دې قضیه کې ۶۴ کسان په عمري بند او پنځه نور په ۱۵ کاله بند محکوم شوي دي.

د راپور له مخې، د دغو کسانو له ډلې د ځینو محاکمه د هغوی په غیاب کې ترسره شوې ده.

محکمې دغه راز ځینې محکومین د ۱۰۰ زره بحریني دینارو، چې شاوخوا ۲۶۵ زره امریکايي ډالر کېږي، په نغدي جریمه محکوم کړي او د خیریه موخو لپاره یې د څه باندې اته میلیون بحریني دینارو، معادل شاوخوا ۲۱ میلیون ډالرو، د ضبط حکم کړی دی.

رویټرز لیکلي چې د روان میلادي کال په مې او جون میاشتو کې د بحرین چارواکو له ۵۰ ډېر شیعه دیني عالمان او مذهبي ویناوال د ایران د سپاه پاسداران په مرسته د حکومت پر ضد د پاڅون د هڅولو او د واکمن نظام د نسکورولو په تور نیولي وو.

د بحرین د عامه امنیت ادارې مشر طارق الحسن هغه مهال ویلي وو چې دوی له داسې یوې مفکورې سره مخ دي چې د بحرین د ملي حاکمیت پر ځای د ایران مشرتابه ته وفاداري غواړي.

بلخوا، د بشري حقونو سازمانونو د دغو دیني عالمانو د محاکمې د بهیر په اړه اندېښنې څرګندې کړې او د شکنجې، په زور د اعتراف اخیستلو او د عادلانه محاکمې له اصولو د سرغړونو د ادعاوو د څېړلو غوښتنه یې کړې ده.

بحرین ایران په خپلو کورنیو چارو کې په لاسوهنې او د ناکراریو په پارولو تورن کړی، خو تهران تر دې وړاندې دغه تورونه رد کړي دي