کابل (پژواک) – د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ویلي چې امریکا د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو د هڅو په لړ کې د اروپا لپاره د نوي امنیتي چوکاټ د جوړېدو موضوع مطرح کړې، خو هغه خبرداری ورکړی چې روسیه ښايي له دې بحثونو د ناټو د کمزوري کولو او د اروپا د پولو د بدلولو لپاره ګټه واخلي.
اسوشیټېډ پرېس نن (شنبه) راپور ورکړی چې زېلېنسکي دغه څرګندونې د جمعې په ورځ له خبریالانو سره کړې وې، خو د خپرېدو اجازه یې د شنبې تر ورځې نه وه ورکړل شوې.
زېلېنسکي د اروپا لپاره د نوي امنیتي چوکاټ د جوړېدو په اړه ویلي: «زما په اند، دا موضوع خطرناکه تمامېدای شي او باید د خبرو اصلي اجنډا نه وي.»
هغه زیاته کړې چې روسیه یوازې د اوکراین د جګړې پای ته رسول نه غواړي، بلکې هڅه کوي د اروپا د امنیتي جوړښت په اړه پراخ بحثونه بیا پیل کړي.
نوموړي ویلي: «دا یو حقیقت دی چې پوتین غواړي د اروپا پولې بدلې کړي. زه ډاډه یم چې دا موضوع د اروپا د امنیتي ضمانتونو د بیاکتنې لپاره د هغه د طرحې برخه ده.»
د اوکراین ولسمشر ټینګار کړی چې دغه ډول هڅې د جګړو او تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل کېدای شي.
د راپور له مخې، زېلېنسکي ویلي چې امریکا د لومړي ځل لپاره له اوکراینه پوښتنه کړې چې که دغه هېواد ته د ناټو غړیتوب ورکړل شي، ایا چمتو دی د دونباس له هغو سیمو خپل ځواکونه وباسي چې لا هم د اوکراین تر کنټرول لاندې دي؟
خو هغه ټینګار کړی چې اوکراین به خپله خاوره پرې نه ږدي او د سولې په هر ډول هوکړه کې به د روسیې تر کنټرول لاندې سیمې د دغه هېواد د خاورې په توګه په رسمیت ونه پېژني.
زېلېنسکي د اوکراین د بېطرفۍ احتمال هم رد کړی او ویلي یې دي چې دا ډول پرېکړه د دغه هېواد په اساسي قانون کې بدلون ته اړتیا لري.
هغه زیاته کړې چې اوکراین له خپلو متحدینو سره پر یوه پراخ امنیتي چوکاټ خبرې کوي چې د ناټو او اروپایي ټولنې امنیتي ضمانتونه، د اوکراین د پوځ پیاوړتیا، مالي ملاتړ او د هېواد د بیارغونې پلان پکې شاملېدای شي.
د راپور له مخې، زېلېنسکي خبرداری ورکړی چې روسیه ښايي د اروپا د امنیتي جوړښت د بیاکتنې له بحثونو په ګټې اخیستنې په اروپا کې د امریکایي ځواکونو د حضور د کمولو غوښتنه هم وکړي.
هغه ټینګار کړی چې لومړی باید اوربند وشي، د اوکراین جګړه پای ته ورسېږي او دغه هېواد ته امنیتي ضمانتونه ورکړل شي؛ له هغه وروسته دې د اروپا د امنیتي جوړښت په اړه بحثونه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې اروپایي مشرانو هم ټینګار کړی چې د اروپا د امنیت په اړه پرېکړې باید د اروپایي هېوادونو په ګډون وشي او روسیې ته باید د دغه جوړښت د راتلونکي د ټاکلو واک ورنه کړل شي.










