منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۰ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

د امریکا په هوايي ډګرونو کې د الوتنو ګډوډي درېیمې ورځې ته وغځېده

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې
د الوتنو له ځنډ وروسته، د واشنګټن په رونالډ ریګن هوايي ډګر کې الوتکې. (انځور: رویټرز)

کابل (پژواک) – د امریکا په هوايي ډګرونو کې د الوتنو ګډوډي درېیمې ورځې ته غځېدلې او یوازې د یکشنبې په ورځ له پنځو زرو ډېرې الوتنې ځنډېدلې یا لغوه شوې دي؛ خو د دغه هېواد د ترانسپورټ وزیر تمه ښودلې چې د الوتنو بهیر به د دوشنبې تر ورځې بېرته عادي شي.

د رویټرز د راپور له مخې، د الوتنو د معلوماتو وېب‌پاڼې «فلایټ‌اېر» ویلي چې د یکشنبې په ورځ په امریکا کې څه باندې ۱۶۰۰ الوتنې لغوه شوې او نږدې ۳۶۰۰ نورې ځنډېدلې دي. د شنبې په ورځ هم څه باندې ۶۴۰۰ الوتنې لغوه شوې او تر ۸۰۰۰ ډېرې نورې ځنډېدلې وې.

دا ګډوډي وروسته له هغه پیل شوه چې د جمعې په ورځ د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې (FAA) د تخنیکي ستونزې له امله په ټول هېواد کې د الوتنو بهیر نږدې پنځه ساعته ودراوه. دا له ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د امریکا په هوايي چلند کې تر ټولو اوږد سراسري ځنډ بلل شوی دی.

د امریکا د ترانسپورټ وزیر شان ډافي ویلي چې د ارکانزاس او ټکساس ایالتونو په دوو مرکزونو کې د روټرونو ستونزې د هوايي ترافیک د کنټرول په سیسټم کې د معلوماتو د زیاتوالي او د اړیکو د ګډوډۍ لامل شوې دي. د هغه په وینا، د ستونزې د رامنځته کېدو اصلي لامل لا هم نه دی معلوم، خو د سایبري برید یا قصدي تخریب هېڅ نښه نه ده موندل شوې.

نوموړي زیاته کړې چې د ستونزې د رامنځته کوونکو روټرونو فعالیت درول شوی او د احتیاطي اقدام په توګه د هوايي ترافیک په سیستم کې د شاوخوا ۶۰ ورته روټرونو د معلوماتو خپرولو وړتیا هم غیرفعاله شوې ده. ډافي د امریکا د هوايي ترافیک د کنټرول د زړو سیستمونو د نوي کولو لپاره د ۵۰ میلیارد ډالرو بودجې غوښتنه هم کړې ده.