منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۵۴ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

زېلېنسکي: امریکا وړاندیز کړی چې د ناټو غړیتوب په بدل کې د دونباس ځینې سیمې روسیې ته ورپرېږدو

· ۲ دقیقې لوستل

کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۵): د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ویلي چې امریکايي مذاکره کوونکو وړاندیز کړی چې اوکراین دې د ناټو غړیتوب ترلاسه کولو په بدل کې د دغه هېواد د ختیځ دونباس سیمې له هغو برخو خپل ځواکونه وباسي او روسیې ته یې دې وسپاري چې اوس هم د اوکرایني ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، زېلېنسکي د شنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي چې دا لومړی ځل دی چې د اوکراین د ناټو غړیتوب د ځمکنۍ امتیاز په بدل کې مطرح کېږي.

هغه ویلي: «امریکایانو دا پوښتنه راپورته کړه چې که اوکراین د ناتو غړی شي، ایا له دونباسه به ووځي؟» زېلېنسکي ټینګار کړی چې د اوکراین د خاورې له سپارلو سره موافق نه دی.

د اوکراین ولسمشر زیاته کړې، که امریکا او د ناټو نور غړي هېوادونه اوکراین ته د امنیتي تضمینونو، پوځي مرستو، د بیارغونې بودجې او د هېواد د بیا رغونې یوه هر اړخیزه بسته وړاندې کړي، نو دی به د دونباس د ځینو برخو د پرېښودو موضوع د اوکراین ملي ټولپوښتنې ته وړاندې کړي.

هغه همدارنګه د اوکراین د بې‌طرفه پاتې کېدو غوښتنه هم رد کړې او ویلي یې دي چې د دې لپاره باید د دغه هېواد اساسي قانون بدل شي.

زېلېنسکي ټینګار کړی چې هر ډول احتمالي هوکړه به د اوکراین نیو‌ل‌شوې سیمې د روسیې د خاورې په توګه د په رسمیت پېژندلو په معنا نه وي.