کابل (پژواک) – ټاکل شوې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو سازمان (اېپېک) سرمشریزه د نومبر په ۱۸مه او ۱۹مه د چین په شېنژن ښار کې جوړه شي؛ هغه غونډه چې د امریکا، چین او روسیې د مشرانو احتمالي لیدنې ته پکې ځانګړې پاملرنه اوښتې ده.
رویټرز په خپل راپور کې چې نن (د نومبر ۱۳مه) یې خپور کړی، لیکلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د چین ولسمشر شي جینپینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هغو مشرانو له ډلې دي چې تمه ده په دې غونډه کې ګډون وکړي.د راپور له مخې، د دغو درېیو هېوادونو د مشرانو ترمنځ احتمالي لیدنه د دې سرمشریزې له مهمو موضوعاتو څخه ده او ښايي د اوکراین جګړې، د اټومي وسلو د کنټرول او د امریکا او چین د اړیکو په اړه هم خبرې وشي.
د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو سازمان (APEC) په ۱۹۸۹ کال کې جوړ شوی او ۲۱ غړي لري. د دغه سازمان موخه د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا، د سوداګرۍ او پانګونې پراختیا او په سیمه کې د اقتصادي ودې هڅول دي.
د دغه سازمان غړي استرالیا، برونای، کاناډا، چیلي، چین، هانګکانګ، اندونیزیا، جاپان، جنوبي کوریا، مالیزیا، مکسیکو، نیوزیلنډ، پاپوا نیو ګیني، پیرو، فلیپین، روسیه، سنګاپور، ټایوان، ټایلنډ، امریکا او ویتنام دي.
د اېپېک غړي د نړۍ د ناخالصو کورنیو تولیداتو شاوخوا ۶۲ سلنه او د نړۍ د سوداګرۍ نږدې نیمایي برخه جوړوي.
چین د درېیم ځل لپاره د دغه سازمان د مشرانو د سرمشریزې کوربهتوب کوي؛ دغه هېواد تر دې وړاندې په ۲۰۰۱ کال کې د شانګهای او په ۲۰۱۴ کال کې د بېجینګ په ښارونو کې د دې غونډې کوربه و.










