کابل (پژواک) – د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز اعلان کړی چې د دغه هېواد د ځواکونو له خوا د مسکو ختیځ ته پر یوې هوايي اډه د برید په پایله کې پنځه جنګي الوتکې زیانمنې شوې دي.
رویټرز راپور ورکړی چې د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز د چهارشنبې په ورځ ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو د روسیې د نیژني نووګورود سیمې د «ساواسلیکا» هوايي اډه په نښه کړې ده.
د دغه بنسټ په وینا، د یاد برید په پایله کې درې مېګ-۳۱ جنګي الوتکې، چې د مافوق صوت توغندیو د توغولو لپاره کارول کېږي، او دوه سوخو-۳۴ جنګي الوتکې زیانمنې شوې دي.
روسیې تراوسه د اوکراین دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.
دغه برید داسې مهال شوی چې اوکرایني ځواکونو په تېرو څو ورځو کې د لیبیا په اوبو کې د روسیې دوه بېړۍ او د فنلنډ په خلیج کې د دغه هېواد یوه بله بېړۍ په نښه کړې دي.
اوکراین تېره اونۍ هم د پرلهپسې بریدونو په پایله کې له روسیې سره د کریمیا ټاپووزمې د نښلوونکي پله د سړک یوه برخه ویجاړه کړه.
په همدې حال کې، د اوکراین دفاع وزیر یوهن خمارا ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو په تېرو څو میاشتو کې د روسیې د بالستیک توغندیو ۱۶ توغوونکي په نښه کړي دي.
همدارنګه، صنعتي سرچینو ویلي چې د اکټوبر له وروستیو راهیسې د اوکراین د بېپیلوټه الوتکو تازه بریدونو د روسیې په تصفیهخونو کې د تېلو د تصفیې کچه ۴۵ سلنه راکمه کړې ده.
کییف اعلان کړی چې یوازې هغه مهال به د روسیې د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه ودروي چې مسکو هم ورته اقدام وکړي.
د یادونې ده، روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین پراخ پوځي یرغل پیل کړ او د دغه جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا په ملاتړ د پرلهپسې هڅو سربېره، نښتې لا هم دوام لري.











