منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۳ غ.م
۱۴°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

تاجکستان له نړۍوالې جزايي محکمې د وتلو بهیر پیل کړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – تاجکستان د روم له اساسنامې، چې نړۍواله جزايي محکمه د همدغه تړون پر بنسټ رامنځته شوې، د رسمي وتلو بهیر پیل کړی دی. دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د دغه هېواد چارواکو د یادې محکمې پر کړنو او هغه څه چې دوی یې د دې محکمې «سیاسي کېدل» بولي، نیوکې کړې دي.

د «ټایمز اېف سنټرل اېشیا» رسنۍ د راپور له مخې، ملګرو ملتونو ته د ثبت شوي سند پر بنسټ، تاجکستان د روان میلادي کال د نومبر په ۲۰مه د روم له اساسنامې د وتلو بهیر پیل کړی او د دغه تړون د ۱۲۷مې مادې له مخې به د دغه هېواد وتل د ۲۰۲۷ کال د نومبر په ۲۰مه عملي شي.

په راپور کې راغلي چې د تاجکستان چارواکو پر نړۍوالې جزايي محکمې د هغه څه له امله نیوکې کړې چې دوی یې د دغه بنسټ پر جانبدارۍ او د خپلواکۍ پر کمزوري کولو تعبیروي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ادیبیک قلندر د روان میلادي کال په اکټوبر میاشت کې د دغه هېواد استازو جرګې ته ویلي وو چې «د نړۍوالې جزايي محکمې په کړنو کې جانبداري د دغه بنسټ خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوستې ده.»

په راپور کې لیکل شوي چې د تاجکستان د استازو جرګې هم له دغه تړونه د وتلو پرېکړه‌لیک تصویب کړی دی.

د راپور له مخې، دا پرېکړه په داسې حال کې اعلان شوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روان کال د نومبر په ۲۰مه تاجکستان ته سفر وکړ او د دغه هېواد له ولسمشر امامعلي رحمان سره یې د امنیتي، اقتصادي او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

رحمان په دې لیدنه کې روسیه د خپل هېواد ستراتیژیک شریک او د باور وړ متحد بللی دی.

د روم اساسنامه یو نړۍوال تړون دی چې د ۱۳۷۷ لمریز کال د چنګاښ په ۲۶مه (د ۱۹۹۸ میلادي کال د جولای په ۱۷مه) د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د ملګرو ملتونو په یوه ډیپلوماتیک کنفرانس کې تصویب شوه.

دغه تړون د تصویب بهیر له بشپړېدو او د اړینو تصویب‌لیکونو د شمېر له پوره کېدو وروسته د ۱۳۸۱ لمریز کال د چنګاښ په ۱۰مه (د ۲۰۰۲ میلادي کال د جولای په لومړۍ نېټه) نافذ شو او پر بنسټ یې نړۍواله جزايي محکمه رامنځته شوه.