کابل (پژواک) – د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسېنټ تایید کړې چې د ایران د احتمالي امنیتي ګواښونو له امله لا هم په یوه امریکايي پوځي اډه کې ژوند کوي.
الجزیرې نن (یکشنبه) په یوه ویډیويي راپور کې ویلي چې بېسېنټ شاوخوا دوې اوونۍ مخکې د اسرائیلو له خبرداري وروسته خپل استوګنځای پرېښود او یوې پوځي اډې ته ولېږدول شو.
د راپور له مخې، دا دویم پېژندل شوی مورد دی چې د اسرائیلو د خبرداري له امله امریکايي چارواکي اړ شوي غیرمعمولي امنیتي تدابیر ونیسي.
الجزیرې د نومبر په ۱۱مه راپور ورکړی و چې بېسېنټ د خپل ژوند پر وړاندې د ایران د ادعا شویو ګواښونو له امله په واشنګټن کې له خپل کور څخه یوې پوځي اډې ته لېږدول شوی دی.
د ایران حکومت تر دې مخکې د امریکا په خاوره کې د امریکايي چارواکو د په نښه کولو د پلانونو لرل رد کړي دي.











