منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۷ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی

کندهار کې د یوه ورک شوي کس سوځول شوی مړی موندل شوی

· ۱ دقیقه لوستل

کندهار (پژواک) – په کندهار کې د هغه کس مړی موندل شوی چې څو ورځې مخکې ورک شوی و؛ یوې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل چې نوموړی لومړی په چړو وهل شوی، وروسته سوځول شوی او د وژنې په تړاو یې څلور کسان نیول شوي دي.

یوې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل چې وژل شوی کس، احمدالله نومي، د دامان ولسوالۍ د یوه سیمه‌ییز ملک زوی و او په کرنیزو چارو بوخت و.

سرچینې زیاته کړه چې نوموړی څو ورځې مخکې د یوه ملګري له لوري مېلمستیا ته بلل شوی و او شپه یې له هغه سره تېره کړې وه خو له هغې وروسته یې ټلیفون بند شوی و.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، احمدالله لومړی په چړو وهل شوی، وروسته سوځول شوی او جسد یې بیا د کندهار ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د نساجي پله ترڅنګ یوه غار ته اچول شوی و.

سرچینه وايي، د هغه موټر د کندهار د دامان د غره په کلي کې موندل شوی او د قتل په تور یې څلور کسان نیول شوي دي.

تر اوسه په دې تړاو د امنیتي مسوولینو رسمي څرګندونې نه دي ترلاسه شوې.