منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۸ غ.م
۸°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

مولانا فضل‌الرحمان: که زموږ د ګوند پر ضد اقدامات ونه درېږي، لاریونونه به پیل کړو

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان د دغه هېواد حکومت ته خبرداری ورکړی چې که د دغه ګوند د غړو او مشرانو پر ضد اقدامات ونه دروي، پراخ لاریونونه به پیل کړي او د زنداني کېدو پروا به هم ونه کړي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې او نورو رسنیو د راپورونو له مخې، مولانا فضل‌الرحمان دا څرګندونې تېره ورځ (جمعه) د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د مفتي محمود په مرکز کې خپلو پلویانو ته کړې دي.

هغه ویلي: «ستاسو زندانونه به ختم شي، خو زموږ د ګوند غړي به ختم نه شي.»

ده زیاته کړې چې ګوند به یې له خپلو سیاسي دریځونو شاته نه شي او مبارزه به یې د سیاسي لارو چارو له مخې دوام وکړي.

فضل‌الرحمان ادعا کړې چې حکومت په تېرو دوه نیمو کلونو کې څو ځله له دوی غوښتي چې ورسره یوځای شي، خو د حکومت د مشروعیت له منلو او ورسره له یوځای کېدو یې د انکار له امله د ګوند مشران د فساد د دوسیو په پرانیستلو ګواښل شوي دي.

هغه دغه راز د پاکستان پر امنیتي ادارو تور لګولی چې په سیاسي چارو کې لاسوهنه کوي او د جمعیت علماء اسلام پر غړو او مشرانو فشار راوړي.

نوموړي خپلو پلویانو ته سپارښتنه کړې چې متحد پاتې شي او خپلې سیاسي مبارزې ته په منظم ډول دوام ورکړي.