منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۶ غ.و
۱۷°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی

د امریکا پر دوو استخباراتي ادارو سایبري برید شوی

· ۲ دقیقې لوستل · ۰ کتنې

کابل (پژواک) – رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا پر مرکزي استخباراتي ادارې (سي‌ای‌اې) او د دغه هېواد د ملي استخباراتو د رییس پر دفتر د سایبري برید له امله د دغو دوو ادارو ځیني معلومات افشا شوي دي.

رویټرز د یوې باخبرې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې دغه دواړه ادارې په دې وروستیو کې له یادې سایبري امنیتي سرغړونې خبرې شوې دي.

نیویارک ټایمز چې لومړی ځل یې د دې پېښې په اړه راپور ورکړی، لیکلي چې دغه سایبري برید هغه شبکه اغېزمنه کړې چې له عامه او غیرمحرمانه سرچینو څخه د استخباراتي معلوماتو ترلاسه کولو لپاره کارول کېږي.

د راپور له مخې، تر اوسه څرګنده نه ده چې په مشخص ډول کوم معلومات افشا شوي، خو ګومان کېږي چې په دې پېښه کې د امریکا د یو شمېر نورو دولتي ادارو معلومات هم افشا شوي وي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د امریکا د ملي استخباراتو د رییس دفتر د دغه راپور په غبرګون کې ویلي چې د دې ادارې په حیاتي وړتیاوو یا محرمانه سیسټمونو کې هېڅ ډول ګډوډي نه ده رامنځته شوې.

دغه پېښه داسې مهال شوې چې په دې وروستیو کې د امریکا د کرنې وزارت، د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف‌بي‌ای)، دفاع وزارت او کورني امنیت وزارت کې هم د سایبري امنیتي سرغړونو د نورو مواردو راپورونه ورکړل شوي دي.

تر اوسه د دې سایبري امنیتي سرغړونې د رامنځته کېدو څرنګوالی نه دی روښانه شوی.