کابل (پژواک) – د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند وايي چې د پنجاب ایالت پولیسو د دغه ګوند د مشر مولانا فضلالرحمان په لاهور ښار کې استوګنځی کلابند کړی او د وکیلانو یوه غونډه کې د ګډون لپاره یې د هغه د وتلو مخه نیولې ده.
د پاکستان اکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې نن راپور ورکړی چې ټاکل شوې وه مولانا فضلالرحمان د لاهور سترې محکمې د وکیلانو ټولنې په بلنه د وکیلانو یوې غونډې ته وینا وکړي؛ خو پولیسو له خپل استوګنځي څخه د هغه د وتلو مخه نیولې ده.
د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، د جمعیت علمای اسلام ګوند پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه ګوند د مشر د استوګنځي او د استوګنیز ښارګوټي د ننوتلو لارې شاوخوا د پولیسو ګڼ شمېر ځواکونه ځای پر ځای شوي او د کانټینرونو په اېښودو سره یې د دغه ښارګوټي د اوسېدونکو د تګ راتګ مخه هم نیولې ده.
اکسپرېس ټریبیون د جمعیت علمای اسلام ګوند د پاکستان د مشرانو جرګې د غړي کامران مرتضی له قوله لیکلي چې د پولیسو دغه اقدام د وګړو له اساسي ازادیو او د ډیموکراسۍ له اصولو سره په ټکر کې دی او باید د مولانا فضلالرحمان پر تګ راتګ لګېدلي محدودیتونه ژر تر ژره لرې شي.
د مرتضی په وینا، پولیسو د پرلهپسې غوښتنو سربېره د دغه ګوند د مشر پر تګ راتګ د محدودیت لګولو په اړه هېڅ لیکلی حکم نه دی وړاندې کړی.
هغه زیاته کړې چې پولیسو د خپل دغه اقدام موخه د لاهور سترې محکمې د وکیلانو په غونډه کې د مولانا فضلالرحمان د ګډون مخنیوی بللی دی؛ ټاکل شوې وه چې په دې غونډه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو شمېر مشران هم وینا وکړي.
د اکسپرېس ټریبیون د راپور له مخې، د دې پېښې په غبرګون کې جمعیت علمای اسلام ګوند د لاهور سترې محکمې ته شکایت کړی او د خپل مشر پر تګ راتګ یې د لګېدلو محدودیتونو لرې کولو غوښتنه کړې ده.
ورځپاڼې زیاته کړې، دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د پاکستان حکومت مخالف ګوندونه د خپل سیاسي ایتلاف پراخولو هڅې کوي او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د دغه ګوند له مشرانو غوښتي چې له مولانا فضلالرحمان او د حکومت له نورو مخالفو ډلو سره اړیکې ټینګې کړي.











